fbpx

د افغانستان سوداګریز بانک څنگه له ماتې سره مخ شو

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جون ۲۰۱۹ – د کابل بانک کړکیچ په سیاسي او اقتصادي اړخونو کې ډیرې ژورې اغیزې پریښودې، له دې سره سره هم زموږ هیوادوالو په خصوصي او دولتي بانکونو کې د خپلو اماناتو په ایښودلو سره د هیواد د اقتصادي وضعیت د ښه کیدلو په موخه خپل دین ادا کړ، خو د افغانستان بانک د کابل بانک له پیښې څخه درس وانخیست، مالي فساد دوام وکړ او ویې نشو کولای چې د بانکي سکټور خپلواکي وساتي. په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان پراختیایي (انکشافي) بانک او برک بانک هم سقوط وکړ او په باختر بانک او د افغانستان په سوداګریز بانک باندې بدل شول او د خلکو امانتونه همداسې حیف او میل شول. د مافیایي کړیو له خوا د بانکونو له نوم څخه ګټه اخیستنې په دې وروستیو کې د بانکونو اعتبار یی له ګواښ سره مخ کړی دی او په اوسني وخت کې اکثریت بانکونه پرته له سرمایې او یوازې د خلکو په امانتونو باندې چې بیرته بانکونه مکلف دي دغه امانات خلکو ته وسپاري، خپلو فعالیتونو لگښت ته دوام ورکوي.
د ۸ صبح ورځپاڼې راپور چې د ۱۳۹۸ کال د ثور میاشتې په ۲۸ نیټه خپور شو، داسې راغلي چې د بانک د تصفیې مدیر ښاغلي تمیم رافع د دولت له نوم څخه ګټه اخیستې او پرته له دې چې هر اړخیزې څیړنې ترسره شي او یا د لویې څارنوالۍ او درنو جرمونو څیړنې پای ته ورسیږي، د سهمدارانو څخه یې ملاتړ کړی دی. نوموړی د رسنیو او مخصوصا ۸ صبح ته ناسم معلومات ورکړي دي، په داسې حال کې چې حقیقت بل څه دي چې ښاغلی اندیش یې تاسې ته وړاندې کوي.
ښاغلي سید جاوید اندیش د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته په خصوصي سکټور کې خپل فعالیتونه پیل کړل د یوه ځوان سوداګر په توګه یې د هیواد د پرمختګ په موخه د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو په شمول ۶۲ میلیونه ډالره پانګه اچونه وکړه.
دا ټولو ته ښکاره ده چې کله اندیش د افغانستان سوداګریز کې سهمدار شو، بانک له پخوا په ناسم حالت کې قرار درلودلو د خلکو امانتونه په غیر قانوني توګه د قرضې په نوم په جعلي اسنادو سره اجرا شوي وو. پخوانیو سهمدارانو ۱۹ میلیونه ډالره د بانک قرضې د خپلو ځانونو لپاره اجرا کړې وې، چې تر اوسه یې هم بانک ته نه دي سپارلې چې دغه مسئله د اندیش او نورو سهمدارانو ترمنځ د جنجال د رامنځ ته کیدلو لامل شوه.
ښاغلي اندیش په خپل ټول توان سره هڅه وکړه چې ترڅو بانک له دغه وضعیت څخه وژغوري او د ظرفیت جوړونې او یو اسلامي بانک د رامنځته کولو په موخه یې خپله زیاته پانګه په کار واچوله. نوموړي په رسمي ډول له د افغانستان بانک څخه غوښتنه کړې وه چې د افغانستان سوداګریز بانک په اسلامي بانک بدل کړي، خو له بده مرغه د افغانستان بانک عالي شورا د اسلامي بانک امتیاز باختر بانک ته په غیر قانونی ډول ورکړ.
په بانکداری قانون کې بانکي سکټور ته د پانګې اچونې شرایط وضع شوي دي. د ۲۱ مې مادې ۱ فقرې پر اساس، هیڅوک نشي کولای چې د افغانستان د اجازې پرته په بانک کې کوم سهم وپلوري یا یي وپیري. د سهم اخیستونکی باید نیک شهرت، وړتیا او مالي توان ولري او بانک له ګواښ سره مخ نکړي.
د افغانستان سودګریز بانک د پخوانیو سهمدارانو محمد آرین عظیمی، محمد سلیم او محمد شاه موسوی په ۲۰۱۲ کال کې د برک بانک د ټولو اسهامو د بیرلو وړاندیز د افغانستان بانک ته وړاندې کړی و، خو دغه صرافانو مالي وړتیا نه درلوده او په همدې حال کې د دغو سهمدارانو له ډلې څخه د یوه ورور او یو شمیر نور افغانان د پیسو مینځولو په مسئله کې د امریکا په تور لیست کې شامل شوي وو. له دې سره سره هم د افغانستان بانک د سوداګریز بانک جواز په دې شرط چې دوی باید په شپږو میاشتو کې د افغانستان سوداګریز بانک لپاره نقداً یو میلیارد ډالره پانګه چمتو کړي، اجرا کړ. خو هغوی ونه توانیدل چې دغه پانګه په دریو کلونو کې هم چمتو کړي.
ښاغلی اندیش د ۲۰۱۵ کال د اپریل میاشتې په ۲۲ نیټه په رسمي توګه د افغانستان سوداګریز بانک سهمدار شو، خو د افغانستان بانک په نوموړي باندې هیڅ ډول شرایط وضع نکړل او د بانک ستونزې یې هم ورڅخه پټې کړي او نوموړی یې د بانک اخیستلو ته و هڅاوه. سره له دې چې د افغانستان بانک د یاد بانک له کړکیچن حالت څخه خبر او اوس هم اړین اسناد له ښاغلي اندیش څخه پټوي.
د پخوانیو سهمدارانو له خوا د برک بانک تر پیدلو وروسته، د هغوی مالي وضعیت ښه نه و او د خلکو له امانتو څخه یې په خپله ګټه کار اخیسته. د دریو کلونو په جریان کې چې یاد بانک د پانګې له کمښت سره مخ و، د افغانستان بانک دغه بانک ۲۲ ځله تر نظارت لاندې نیولی و، د افغانستان سوداګریز بانک هغه وخت پرته له دې پانګه یې پوره وي، خلاف د قانون قرضی اجرا کړی وی.
کله چې ښاغلي اندیش بانک واخیست تر ۱۷ میلیونو زیاتې نغد امریکایی ډالر یې درلودې او د نوموړي ټوله پانګه هم ۶۲ میلیونه امریکایی ډالرو ته رسیږي او اوس هم که د پخوانیو سهمدارانو سره ستونزه حل شي، اندیش کولای شي چې بانک بیرته په پښو ودروي.
د تصفیې د مدیر تمیم رافع د خبرو پر اساس « د پانګې کمښت او د وړتیا نه شتون» دوه هغه عمده دلایل وو چې د بانک د ماتې لامل شول. د بانکدارۍ د قانون پراساس، د بانک سهمداران باید وړتیا او مناسب مالي توان ولري. مرکزي بانک د عامه اماناتو په حیف او میل کولو کې شریک و او دغه د پخوانی سهملرونکو غلاوې د جاوید اندیش له پیسو پوره شوې.
په یاد بانک کې د سیدجاوید اندیش تر پانګه اچونې مخکې، د مرکزي بانک په یوه راپور کې راغلي چې «د افغانستان بانک د مکررو سپارښتنو سره سره تراوسه هم د بانک سرمایه یو میلیارد افغانینو ته نده رسیدلې او د سرمایې د تزریق په موخه کوم جامع پلان موجود ندی. په دې راپور کې د پراخو تخطیو، پیسو مینځلو او ترهګرۍ د ملاتړ خبرې هم راغلې. دلته څو ټکي دي چې باید اضافه شي:
۱ په داسې حالت کې ښکاره خبره ده چې د افغانستان بانک او د سوداګریز بانک د پخوانیو سهمداران ترمنځ همکاري موجوده ده.
۲ مرکزي بانک پخوانیو سهمدارانو ته څو ځلې د سرمایې د تزریق لپاره وخت ورکړی او په غیر قانوني ډول یې دری کاله وخت غځولی.
۳ د بانک سرمایه پوره نه وه او د قرضو په اجرا کولو یې لاس پورې کړی.
د ۸ صبح د راپور پر اساس د سرمایې کمبود، د سهمدارانو غیر شفافې معاملې او د سهمدارانو سره تړلې قرضې د بانک د ماتې لامل شول. اندیش په دغه بانک کې د سرمایې د کمښت په خاطر ۲۲ میلیونه ډالره پانګه اچونه وکړه. او د ځینو سهمدارانو قرضې یې صفر کړې او بانک ته یې زیاتې پیسې تزریق کړې چې اسناد یې موجود دي.
هغه قرضې چې په ۸ صبح کې د تمیم رافع له خوا پکې د اندیش نوم یاد شوی دی، د حقیقت خلاف دي. دغه قرضې په ۲۰۱۳ کال کې د پخوانیو سهمدارانو له خوا اجرا شوې دي، په داسې حال کې چې جاوید اندیش د ۲۰۱۵ کال د اپریل په ۲۲ نیټه د یاد بانک سهمدار شو.
د غیر شفافو معاملاتو په هکله باید ووایم چې، د افغانستان بانک نظارتي راپورونه ښیي چې پخوانیو سهمدارانو زیاتې مشکوکې معاملې او انتقالات ترسره کړي دي او پرته له کومو اسنادو یې پیسې نورو ځایونو ته لیږدولې دی. د افغانستان بانک نظارتي ټیم هغه وخت قانون ندی پلی کړی، سره له دې چې پخوا جرایم ترسره شوي دی. بانک یو قانوني بنسټ دی او مجرم بانک د پلورولو وړ ندی.
مرکزي بانک د جاوید اندیش تر پانګه اچونې مخکې د پای ناسته ( د جواز ختم ناسته) د پخوانیو سهمدارانو سره ترسره کړه او باید همغه وخت د بانک جواز لغوه شوی وای، چې داسې ونه شول. د پلورلو د اجازې په صورت کې یې باید سیدجاوید اندیش ته د نوي پیرودونکي په توګه د بانک له ټولو نواقصو څخه خبرداری ورکړی وای او راپورونه یې د نوموړي په اختیار کې ورکړي وای، چې داسې یې ونکړل. نو ویلای شو چې د حقایقو پټول په هدفمند ډول ترسره شوي او د نواقصو، تخطیو ، قرضو او په اسنادو کې د جعل په هکله څه ندي ویل شوي.
کله چې اندیش د بانک له ستونزو خبر شو، څو ځلې یې د افغانستان بانک د رئیس خلیل صدیق، د هغه د مرستیالانو څخه غوښتنه وکړه چې د قانون مطابق یو هیئت وټاکي ترڅو مالي کړکیچ او د سهمدارانو فریبکاري وڅیړي، خو خلیل صدیق هیڅ ډول اقدام ونکړ. نوموړي د مالیې د وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، په بانکي چارو کې د ولسمشر سلاکار اجمل احمدي او امنیت شورا سره لیدنه وکړه او د بانک له وضعیت څخه یې هغوی خبر کړل ترڅو د سوداګریز بانک ستونزې ته حل لاره پیدا کړي. څو ځلې یې د ولسمشر سره د لیدنې غوښتنه وکړه خو دا موضوع چا جدي ونه نیوله. نوموړي اووه ځله ولسمشر ته درخواست وړاندې کړ چې دری ځله ولسمشر لوی څارنوال ته هدایت ورکړ ترڅو یاده مسئله وڅیړي، خو له بده مرغه یاده دوسیه له یو نیم کال راپه دیخوا په لویه څارنوالۍ او درنو جرمونو کې ده.
لویې څارنوالۍ او درنو جرمونو د اسنادو مطابق د بانک د تصفیې کار ودراوه او هدایت یې ورکړ چې د څیړنو تر پای ته رسیدلو پورې د تصفیې کار ودریږي، خو د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق د یوه ډیر لنډ ځواب په ورکولو سره چې زه قانون پلی کوم، د لوی څارنوال وړاندیز یې رد کړ، او وروسته هغه کمیټه چې په لوی څارنوالۍ کې یې دغه دوسیه څیړله، د پخوانیو سهمدارانو په غوښتنې سره بدله شوه.
د ۲۱/۵/۱۳۹۳ د سرطان او قوس ۱۳۹۴ د افغانستان بانک د راپورونو پر اساس د افغانستان سوداګریز بانک په دغه کال کې اداري جوړښت نه درلود. کله چې اندیش د بانک سهمدار شو ټول اداري جوړښت پوره، ظرفیتونه جوړ شول او د بانک په سافتویر باندې پانګه اچونه وشوه، د بانک عواید لوړ شول او د بانک سرمایه هم پوره شوه. په همدې حال کې په بازار کې د بانک اعتبار لوړ شو، په بانک کې د خلکو امانات زیات شول او د عوایدو کچه زیاته شوه. او دغه ټولې لاسته راوړنې د ښاغلي اندیش د پانګې څخه ترلاسه شوې.
د افغانستان بانک ۵۳٪ د بانک اسهام اندیش ته ورکړل. د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې موږ د اسهامو له پلور څخه خبر نه یو چې دوی په خپل منځو کې څه معامله کړې ده. او همدارنګه ویلي یې دي چې بازار یوه معامله ده لکه یو دوکان چې اخلې یې او پلورې یې. د یوه هیواد د مرکزي بانک رئیس، بانک د یوه دوکان سره پرتله کوي په داسې حال کې چې بانک دوکان ندی، بلکې د خلکو د اماناتو ساتلو ځای دی. بانک د یوه هیواد برخلیک ټاکونکی بنسټ دی د مالي عملیاتو، د اسعارو د پیرلو او پلورلو، پیرودونکو ته د قرضو ورکول، د خلکو د اماناتو منل او نور پر غاړه لري او په یوه خبره کې، بانک د یوه هیواد په اقتصاد کې د پیسو د فرماندهۍ مرکز دی.
د افغانستان سوداګریز بانک د افغانستان بانک تر شدید کنټرول لاندې و او د استول شویو مکتوبونو پراساس څرګندیږي چې بانک د افغانستان بانک په کنټرول کې و او د بانک له هر حالت څخه خبر و او د پخوانیو سهمدارانو سره یې د اندیش د پانګې په حیف او میل کولو کې مرسته کړې ده.
د افغانستان بانک د ۲۱/۵/۱۳۹۳، ۱۴/۱۱/۱۳۹۴ نظارتي راپورونه ثابتوي چې بانک په دغه کلونو کې په ناسم وضعیت کې و او پراخې سرغړونې پکې شوې وې چې د افغانستان بانک هیڅ جدي اقدام ندی کړی او د خلکو د اماناتو د حیف او میل کیدلو مخه یې نده نیولې.
د اندیش تر پانګې اچونې وروسته بانک ۱۶ تنه مسلکي او تجربه لرونکي کسان په بیلابیلو بستونو کې افغانستان بانک ته معرفي کړل چې له بده مرغه دغه ټول د افغانستان بانک له خوا رد شول. د دغو له ډلې څخه چې د افغانستان سوداګریز بانک معرفي کړي وو، څو تنه یې په نورو بانکونو کې په کلیدي بستونو کې د مرکزي بانک له خوا ومنل شول. د اندیش په وخت کی د امریکایي پوهنتون سرپرست «رادمنګر» د افغانستان سوداګریز بانک د رئیس په توګه وټاکه، د امریکا د سفارت پخوانی سوداګریز اتشه یې هم د بانک د نظار هیئت ته شامل شو او غوښتل یې چې دا بانک د افغانستان او سیمې په یوه با اعتباره بانک باندې بدل کړي. سمه ده چې خلک په لوړو معاشاتو ګمارلي شوی و خو موخه یې دا وه چې په بانک کې وړ او مسلکي خلک جذب شي.
اوس پوښتنه دلته ده چې له دغو ۱۶ تنو څخه یو تن یې هم وړ نه و او کافي تجربه یې نه درلوده چې د افغانستان بانک له خوا ونه منل شول؟ داسې ښکاري چې هغه کسان چې د افغانستان بانک سره هملاسي وو د بانک له خوا منل کیږي کنه نور ټول رد کیږي.
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د بانک وضعیت مخ په ښه کیدو و، نو ولې بانک عمدا تصفیه کیږي؟ د بانک د بیا رغونې لپاره زیات فرصتونه موجود وو او اوس هم شتون لري. په ۲۰۱۴ کال کې په هیواد کې اسلامي بانکداري موجوده نه وه، د اندیش د پانګې اچونې موخه د اسلامي بانکدارۍ رامنځته کول وو. د اسهامو د پیرلو په وخت کې د افغانستان بانک ژمنه کړې وه چې د اسلامي بانکدارۍ د قانون او مقرراتو تر پوره کولو وروسته به د نوموړي غوښتنلیک پروسس کړي.
کله چې د سهمدارانو ترمنځ ستونزه موجوده وي او په څلورو کلونو کې د افغانستان بانک عدلي او قضائیي بنسټونو له خوا ورته پاملرنه ونشي نو په بانک کې به د پانګی اچونې حالت څه ډول شي؟ د کړکیچ په موجودیت کې بانک ته چې هر څومره سرمایه زیاته شي کومه ګټه نلري. د افغانستان بانک رئیس په یوه لیک کې د سهمدارانو څخه غوښتنه کړې ده چې خپله ستونزه د جرګې له لارې حل کړي. یعنې چې قانون او مرکزي بانک د دغې مسئلې له حل څخه عاجز دي او قانوني لارې شتون نلري.
ښاغلي اندیش بانک او د هغه امتیازات پیرالي دي نه د بانک ستونزې. په بانک کې د نوموړي تر غړیتوب مخکې ډیرې سرغړونې شوې وې چې باید پخواني سهمداران یې باید ځواب ووایي. د نوموړي جنجال هم په همدې خاطر دی چې پخواني سهمداران باید د خلکو باید د خلکو د اماناتو د حیف او میل کولو ځواب ووایي.
وروسته تردې چې په بانک کې شته سرغړونو ته د اندیش پام شونو مرکزي بانک ته یې خبر ورکړ ترڅو د سرغړونو مخه ونیسي. مخکې تردې چې افغانستان بانک سرغړونو ته رسیدګي وکړي، په بانک باندې یې تعزیرات وضع کړل، د بانک عواید یې قطع کړل. او وروسته یې بانک مستقیما د تصفیې خواته ولیږه، پرته له دې چې څیړنې وشي. دا په خپله د بانکدارۍ د قانون او د اساسي قانون د ۱۰ مادې خلاف کار دی چې په هیواد کې د پانګونې د هڅولو، ملاتړ او مصؤنیت څخه مخالفت دی. او همدارنګه مرکزي بانک د افغانستان بانک قانون د ۱۰۹ مادې خلاف چې ( د بې طرفۍ اصل) څخه عبارت دی، خپله پریکړه نیولې ده.
د افغانستان بانک د ۱۱۹مې مادې د ۳ فقرې سره سم، د افغانستان بانک مکلف دی چې د محدودیتونو د وضع کولو په وخت کې د فعالیتونو، خدماتو او ګټو تناسب په نظر کې ونیسي. د افغانستان بانک د یادې مادې په پلي کولو کې د اندیش په هکله د ګټو تناسب په نظر کې ندی نیولی. مخصوصا، یو کال مخکې له دې چې بانک تصفیه کړي، د نوموړي ټول حسابات یې بند کړي او ټوله پانګونه او کاروبار یې په ټپه درولي.
د سوداګریز بانک ټول اختیارات د افغانستان بانک سره دي او جاوید اندیش ته د قانون مطابق هیڅ ډول اختیارات نه دي ورکړل شوي. آن نوموړی څو ځلې د بانک څخه ایستل شوی او د بندي کولو ګواښ ورته شوی. د افغانستان بانک د دې پرځای چې د همکارۍ او جوړښت څخه ګټه واخلي، د بانک د کارکوونکو ترمنځ یې وحشت رامنځته کړی او هغوی یې منفک، ګواښلي او اخراج کړي دي. په دې صورت کې د افغانستان بانک موخه د سوداګریز بانک اصلاح نه بلکې د بانک حذف کول وو.
اوس بانک د افغانستان بانک په خپل کنټرول کې نیولی او د کاروان پوهنتون، کاروان ښوونځي، اندیش انرژي، ال رسورس کانسترکشن او د اندیش د ټولو شرکتونو بانکي حسابات یې وتړل او هغو کسانو چې جرم ترسره کړی دی مصؤنیت لري.
د افغانستان بانک باید له دې دوو کارونو څخه یو یې ترسره کړي. لومړی داچې د بانک د بیا رغونې زمینه مساعده کړي ترڅو د خلکو حیف او میل شوې پیسې د بانک له لارې د محاکمو په مرسته بیرته ترلاسه شي، دوهم داچې هغو کسانو ته چې د افغانستان بانک مصؤنیت ورکړی دی او په عدلي او قضائیي ارګانونو او رسنیو کې له هغوی څخه دفاع کوي، له دې کار څخه لاس واخلي.
د افغانستان بانک ټولو هغو بانکونو ته چې د ماتې سره مخ وو، د بیا رغونې فرصت ورکړی دی. مثال: کابل بانک چې په نوي کابل بانک او د افغانستان پراختیایي بانک چې په باختر بانک او وروسته په اسلامي بانک بدل شو. اوس باید دغه فرصت د افغانستان سوداګریز بانک ته هم ورکړل شي ترڅو بیرته ورغول شي.
هغه جعلي اسناد چې د جاوید اندیش د تعهد په نامه د دریم کس له خوا ورباندې دعاوه شوې ده جعلي دي. د شکلیاتو، منځپانګې او دواړو خواوو د مفاراتو له پلوه اساسي ستونزې لري. مثال: احمد شاه ریکا د عظیمي کورنۍ (آرین عظیمي، سلیم عظیمي او ورور یې صراف محمد رفیع عظیمی) د سوداګرۍ شریکانو، یو سند یې ترتیب کړی دی چې جاوید اندیش یو سل او شپیته میلیونه افغانۍ یې ماسره تعهد کړی دی، په هغه ځای کې د جاوید اندیش لاسلیک جعل شوی دی او جالبه دا چې حاجي محمد رفیع هلته شاهد دی. د افغانستان سوداګریز بانک ته ویل شوي وو چې دا یو بهرنی میلمستون دی او وروسته له څیړنو دا ثابته شوه چې د ستاره په نوم یو دولتي ښوونځی دی چې په شش درک کې موقیعت لري. قرضه د بانک د سهمدار آرین عظیمي د ورور حاجي محمد رفیع د جعلي جایداد په اعتبار ورکړل شوې ده. په اصل کې دغه پیسې په ۲۰۱۲ کال کې له بانک څخه بهر شوې دي او دغه قرضه د سهمدارانو د بیلابیلو شرکتونو په نومونو تمدید شوې ده.
اوس نیږدې یو کال کیږي چې بانک د تصفیې په لور تللی او د بانک د تصفیې مدیر د قرضونو د راټولولو لپاره هیڅ ډول اقدام ندی کړی. د تصفیې مدیر یوازې د بانک له سرمایی څخه پیسې مصرفوي او سهمدارانو ته هیڅ ځواب نه ورکوي. د تصفیې مدیر تراوسه نیږدې دری سوه زره ډالره د بانک سرمایه مصرف کړې ده.
د بانک د تصفیې مدیر د ۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي دي چې د خلکو ۷۰ سلنه امانات ورته سپارل شوي دي او پاتې ۳۰ سلنه یې هم نغد د بانک سره موجود دي خو خلک د اخیستلو لپاره بانک ته مراجعه نده کړې. او ویلي یې دي چې قرضې تر اوسه ندي ترلاسه شوې او د بانک منقول اموال ترلاسته سوي او پلورل کیږي. اوس پوښتنه داده چې په داسې حال کې چې قرضې ندي ترلاسه شوې او اموال هم ندي پلورل شوي نو د خلکو پیسو څه ډول ورکړل شوې دي او نورې هم نغدې موجودې دي؟ نو ۱۰۰٪ په بانک کې پیسې موجودې وې چې د خلکو امانتونه بیرته ورکړل شوي دی. هغه پیسې چی خلکو ته ورکړل شوې دي د سیدجاوید اندیش پیسې دي. د نوموړي خبرې دا په ډاګه کوي چې بانک له ماتې سره نه و مخ بلکې ۱۰۰٪ پیسې موجودې وې.
په پای کې غواړم ووایم چې محاکم باید د باور وړ، د لاسرسي وړ او بې طرفه وي، او ټولو قضیو ته په شفافیت، بې طرفۍ او غیر سیاسي توګه رسیدګي وکړي، ځکه چې په دغو قضیو کې د خلکو امانات مطرح دي. بانکونه د اماناتو ځای دی مثال: یوه کونډه ښځه چې خاوند یې په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی او په ډیرو کمو پیسو کار کوي او د خپلو پیسو یوه برخه په یوه بانک کې پس انداز کوي چې یوه ورځ به یې په درد وخوري، خو غله او قمار بازان له بانکونو څخه د هغوی پیسې غلا کوي او هیڅوک نشته چې څیړنه وکړي او د هغوی مخه ونیسي.
بناء هغه پوښتنه چې اندیش د افغانستان بانک له رهبرۍ څخه کوي داده چې آیا د نورو بانکونو له وضعیت څخه خبر دي؟ په داسې حال کې چې د ټولو بانکونو راپورونه ښیي چې مالي وضعیت یې ښه ندی او د خلکو د اماناتو ساتلو تګلاره په شدت له ګواښ سره مخ ده. نو ولې د افغانستان بانک یوازې پر سوداګریز بانک تمرکز وکړ او د نورو بانکونو له سرغړونو یې سترګې پټې کړې.

اوس سیدجاوید اندیش په ښکاره دا ویلی شي چی د افغانستان سوداګریز بانک تصفیه د اسنادو او حقایقو د پټولو لپاره ده چې د افغانستان بانک د مسؤلینو او پخوانیو سهمدارانو له خوا ترسره شوي دي. او نوموړی په هر قیمت چې وي له خپل حق څخه به دفاع کوي او د مفسدو کسانو او مالي مجرمینو چې د خلکو امانات یې حیف او میل کړي دي، د هغوی لاسونه به لنډوي.
داسې قضیې د دې لامل شوې چې پانګه له هیواد څخه وتښتي او بیکاري، بیوزلي او تاوتریخوالی په هیواد کې زیات شي، دولت ته پکار ده چې د فساد سره جدي مبارزه وکړي او هغه کسان چې د دولت دننه په فساد لاس پوري کوي، له ریښې یې وباسي.
په درنښت

لیکوال: سید جاوید اندیش د افغانستان سوداګریز بانک پانګوال