fbpx

په کرکټ جوړ شوي بريالي فلمونه

د ۲۰۱۹ نړیوال جام اوس مهال روان دی او په نړۍ کې د کرکټ مينه وال ډېر دي نو همدا لامل دی چې هر څوک نن سبا د کرکټ په کيسو بوخت دی، ځکه دا لوبه نه يوازې دا چې ځوانان يې خوښوي بلکې د هر عمر خلک يې په مينه او جذبه ګوري.

همدا راز د هرې لوبډلې مينه وال په ۲۰۱۹ نړيوال جام کې د خپلو لوبډلو ملاتړ کوي او ټول په دې هيله دي چې د دوی لوبډله به د نړيوال جام اتلولي خپله کړي.

که د کرکټ خبره وشي، نو دا لوبه يوازې تر لوبغالي يا مېدان پورې محدوده نه ده، بلکې له دې لوبې ته په ټوله نړۍ کې فلمي شرکتونو هم ځانګړې پاملرنه کړې او په کرکټ يې فلمونه جوړ کړي دي.

که هندي سينما ده، که هالي ووډ سينما ده او که د نورو ژبو فلمونه دي، خو په هر ځای کې په کرکټ فلمونه جوړ شوي دي. په هندي سينما کې له کلونو راهيسې په کرکټ فلمونه جوړېږي او اوسمهال نوموتی هندي ستوری رنوير سنګ د هندۍ لوبډلې نامتو کرکټ لوبغاړي کپل ديو په ژوند باندې په جوړېدونکي فلم (۸۳) کې کار کوي، چې راروان کال کې به نندارې ته وړاندې شي.

دلته د هغه فلمونو یادونه کوو، چې په کرکټ جوړ شوي دي او هر ځای کې خلکو خوښ کړي او بريالي فلمونه دي.

ویکټري:victory

دا هندي فلم په ۲۰۰۹ کې نندارې ته وړاندې شوی و چې پکې هرمن باويجا مرکزي رول لوبولی و او همدا راز امريتا راو او انوپم کهير هم پکې رولونه لوبولي و.

په دغه فلم کې د يوه ځوان لوبغاړي کيسه ده چې په هندۍ کرکټ لوبډلې کې لوبېږي او بيا چيمپينز ټرافي ګټي. د دې فلم ځانګړې خبره دا هم ده چې په دې فلم کې د هغه وخت یو شمېر نوموتي کرکټ لوبغاړي هم په ځينو ځينو صحنو کې راښکاره شوي و.

په دغه فلم کې د هند، اسټراليا، سريلانکا او نورو هېوادونو کرکټ لوبغاړي په وړو وړو صحنو کې ښکاره شوي و.

اظهر:azhar

په ۲۰۱۶ کې نندارې ته وړاندې شوی هندي فلم (اظهر) د هند د نوموتي کرکټ لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر اظهر الدین په ژوند جوړ شوی و، چې په هغه باندې د مېچ فکسنګ تورونه هم لګېدلي و.

په دغه فلم کې عمران هاشمي د اظهر الدین رول ترسره کړی و او پراچي ديسايي او نرګس فخري د هغه د مېرمنو په رولونو کې راښکاره شوې وې.

د دې فلم لارښود يا ډايريکټر انتوني ډيسوزا و.

چېن کُلي کي مېن کُلي کي چېن:chain kulli ki main kulli

دا هندی فلم (چېن کُلي کي مېن کُلي کي چېن) په ۲۰۰۷ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و.

دا فلم د یوه یتیم ماشوم په ژوند جوړ شوی چې هغه له کرکټ سره ډېره مينه لري او دا يې ارمان وي چې د کرکټ لوبغاړی شي، بيا هغه یو جادوګري بېټ پېدا کوي او په ټول هند کې د خلکو د خوښې لوبغاړی ګرځي.

د دې فلم لارښود يا ډايريکټر کرن جیت سلوجا و، چې پکې زين خان او راهول بوس هم مرکزي رولونه لوبولي و.

سچن، ای بلين ډريمز:sachin a billion dreams

دا فلم په ۲۰۱۷ کال کې نندارې ته وړاندې شو چې د هند په يوه بريالي او نوموتي کرکټ لوبغاړي سچن ټنډولکر په ژوند جوړ شوی دی.

په دې فلم کې د سچن ټنډولکر شخصي ژوند او د هغه کرکټ ښودل شوی دی، همدا راز په دې فلم کې ځينې داسې رازونه هم ويل شوي چې له دې مخکې ترې د سچن ټنډولکر مينه وال نه و خبر.

په دغه فلم کې سچن ټنډولکر په خپله د خپل ژوند او کرکټ کيسه کوي.

اېم اېس دهوني، د ان ټولډ سټوري:ms dhoni the untold story

د (اېم اېس دهوني: دي ان ټولډ سټوري) په نوم جوړ شوی دا هندي فلم چې د هندۍ کرکټ لوبډلې لوبغاړي مهيندرا سنګ دهوني په ژوند جوړ شوی دی، په ۲۰۱۶ کې نندارې ته وړاندې شوی.

په دغه فلم کې د اېم اېس دهوني ژوند وړاندې شوى دى، چې څنګه يو عام هلک د هندۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شو.

د مهيندرا سنګ دهوني رول په دغه فلم کې اداکار سشانت سنګ راجپوت ترسره کړى دى. دا فلم د نيرج پانډى په لارښوونه يا ډايريکټرۍ کې جوړ شوى دى او فلمي کره کتونکو د دې فلم کيسه او ستورو باندې ښې تبصرې هم کړې وې.

دي فاينل ټېسټ:the final test

انګليسي فلم (دي فاينل ټېسټ) په ١٩٥٣ کې نندارې ته وړاندې شوى و، د دې فلم ډايريکټر اينتوني وليم و.

هسې خو د دې فلم کيسه د يو پلار او زوي ترمنځ په خپلوۍ جوړه شوې ده، خو په دې فلم کې کرکټ هم وړاندې شوى دى. په دغه فلم کې د خلکو له کرکټ سره مينه ښوول شوې ده او همدا راز د کرکټ لپاره پراخ تبليغ هم پکې شوى دى.

د (دي فاينل ټېسټ) فلم کيسه د سيم پالمر په نوم د يوه برېتانوي کرکټ لوبغاړي څخه پيلېږي، هغه د خپلې وروستۍ لوبې لپاره تيارى نيسي، د هغه يوازينى ارمان دا وي چې زوي يې راشي او هغه په لوبغالي کې وويني، يعنې د ده لوبه وګوري، خو د سيم زوي له کرکټ سره هېڅ علاقه نه لري، هغه د شاعرۍ سره علاقه لري او په دغه ورځ باندې هغه د خپل خوښې شاعر ايلکزينډر وايټ هېډ سره د ليدو اراده لري، خو هغه هله ډېر حېران شي چې دا پته ورته ولګي چې اليکزينډر په خپله د کرکټ سخت مينه وال دى.

ووڼدرس اوبليوين:wondrous obliion

د دې فلم کيسه د يوه داسې هلک نه چورلي چې هغه د کرکټ کولو سره ډېره علاقه لري، خو په ډېرو ستونزو کې هم راګېرېږي. خو په فلم کې د دغه هلک سره د ده يو ګاونډي او د هغه لور ډېره مرسته کوي، چې له هغه وروسته بيا دغه هلک يو بريالى کرکټ لوبغاړى جوړېږي.

دا فلم په ٢٠٠٣ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و، چې ډايريکټر يې پول موريسن و.

فراري کي سواري:ferrari ki sawaari

هندي فلم (فراري کي سواري) په ٢٠١٢ کې نندارې ته وړاندې شوى و، چې شرمن جوشي پکې مرکزي رول ترسره کړى و.

د دې فلم کيسه دا ده چې يو پلار غواړي چې د هغه زوى په لارډز لوبغالي کې کرکټ وکړي.

د فلم ډايريکټر راجيش ماپسکر دى، په دې فلم کې کرکټ په ډېر ښه ډول وړاندې شوى دى.

جنت:jannat

هسې خو د دې فلم کيسه په مينه راڅرخي، خو په دې فلم کې د کرکټ نړۍ په يو بل ډول وړاندې شوې ده.

دا فلم په ٢٠٠٨ کې نندارې ته وړاندې شو، چې اداکار عمران هاشمي پکې مرکزي رول ترسره کړى و، په دې فلم کې د مېچ فکسنګ کيسه وړاندې شوې ده.

د فلم هلک د خپلې مينې په خاطر غواړي چې ډېرې پېسې پېدا کړي او همدا لامل دى چې هغه بيا په کرکټ کې د مېچ فکسنګ کاروبار پيلوي.

دل بولى هړپا:dil bole hadipa

په (دل بولى هړپا) فلم کې چې په ٢٠٠٩ کې نندارې ته وړاندې شوى دى، د يوې نجلۍ کيسه ده چې هغه د کرکټ لوبه کوي.

په دې فلم کې راني مکرجي مرکزي رول ترسره کړى دى، دا يوه کليواله نجلۍ ده او په تياتر ډرامو کې د هلکانو رولونه ترسره کوي او همدا راز له کرکټ سره يې هم ډېره علاقه وي.

د کرکټ سره د ډېرې علاقې له امله هغه له ځانه هلک جوړوي او د هلکانو په لوبډله کې لوبېږي.

په دې فلم کې شاهد کپور هم مرکزي رول ترسره کړى دى.

پټياله هاوس:patiala house

په ٢٠١١ کې نندارې ته وړاندې شوى فلم (پټياله هاوس) په برېتانيه کې د يوه سک کورنۍ پر ژوند جوړ شوى فلم دى.

د دغه کورنۍ يو ځوان هلک له خپلې کورنۍ نه په پټه د برېتانيې د کرکټ لوبډلې برخه جوړېږي او د خپلو خوبونو پوره کولو لپاره ووځي.

په دې فلم کې اکشى کمار، انوشکا شرما، رشي کپور او ډمپل کپاډيا کار کړى دى.

کاى پوچى:kai po che

دا فلم په ٢٠١٣ کې نندارې ته وړاندې شوى و چې د درې داسې ملګرو په ژوند جوړ شوى و چې هغوى خپله د کرکټ اکاډمي جوړوي.

د دې کرکټ اکاډمۍ يوازينى مقصد همدا وي چې د کرکټ نړۍ ته نوي لوبغاړي ورکړي، خو په دغه کار کې دا درې واړه ملګري له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کېږي.

په دې فلم کې سشانت سنګ راجپوت او راج کمار راو مرکزي رولونه ترسره کړي دي.

اقبال:iqbal

په دې فلم کې د يوه داسې هلک کيسه وړاندې شوې ده چې هغه نه څه ويلى شي او نه څه اورېدلى شي، يعنې هم ګونګى وي او هم چاړا وي، خو د هغه ارمان دا وي چې د خپلې ملي لوبډلې برخه شي.

خو د دغه هلک پلار يې د دې کار پر ضد وي، خو د هغه خور د هغه مرسته کوي او داسې يو روزونکى ورته پېدا کوي چې هغه ته کرکټ ورزده کوي.

دا فلم په ٢٠٠٥ کې نندارې ته وړاندې شوى و چې شرياس تلپاډي پکې مرکزي رول ترسره کړى و.

لګان:lagaan

په ٢٠٠١ کې نندارې ته وړاندې شوى هندى فلم (لګان) د هندۍ سينما تر ټولو لوى فلم ګڼل کېږي چې په کرکټ باندې جوړ شوى دى.

په دې فلم کې عامر خان او ځينو نورو نوموتو فلمي ستورو کار کړى و.

د (لګان) فلم کيسه د هندوستان د يوې کوچني کلي ده، چې انګليسيان پرې واکمن دي، د دغه کلي خلک د خپل کلي بېرته خپلولو لپاره د انګليسيانو سره د کرکټ لوبه کوي او بيا په دغه لوبهکې بريا ترلاسه کوي.

په هند کې دا په کرکټ جوړ شوى يو لوى فلم و چې ډېرې پېسې يې هم ګټلې وې.

ژباړه : رحمت ديوان