fbpx

پاکستان: مور د (تور جادو) لپاره خپل دوه بچي وسوځول

خبريال وېبپاڼه \ ٢٠ جون ٢٠١٩ – لاهور: د پاکستان په لاهور ښار کې يوې ښځې غوښتل چې تور جادو زده کړي او د تور جادو زده کولو لپاره يې خپل دوه بچي په اور کې وسوځول.

ويل کېږي چې دا پېښه د لاهور په کلا ګجر سنګ کې راپېښه شوې ده، چرته چې يوې مور خپل دوه بچي وسوځول.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، د لاهور په کلا ګجر کې يوې مور د (تور جادو) لپاره خپل دوه بچي وسوځول، چې دواړه ماشومان په سوځېدلي حالت کې ځايي روغتون ته ورسول شول.

د دغه ماشومانو پلار رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د هغې مېرمن انيتا بي بي تور جادو زده کولو چې په دغه مهال کې يې خپل دوه ماشومان وسوځول.

دغه ښځې خپله درې کلنه لور او دوه کلن زوي ته په مرۍ کې پړى اچولى او سوځولي يې دي. انيتا بي بي خپل دواړه ماشومان له تېرو درې ورځو راهيسې د خپلې ترور کره بيولي و او دواړه يې هلته له درې ورځو څخه تړلي ساتلي و، همدا راز د ماشومان بدنونه يې د شمعو او راډونو په مرسته ټپي کړي هم و.

بلخوا د ځايي روغتون ډاکټرانو هم رسنيو ته ويلي دي، چې د دواړو ماشومانو د بدن ډېرى برخې سوځېدلي دي او په مرۍ باندې يې هم د پړو نښې دي چې دوى تړل شوي و.

په پاکستان کې دا ډول پېښې ډېرې تکرارېږي خو يوه نيمه يې رسنيو ته هم راوځي. د يادونې وړ ده چې د پاکستان په پنجاب ايالت کې کورنى تاوتريخوالى بېخي ډېر ترسره کېږي، خو ډېرى پېښې يې له رسنيو پټول کېږي او ځينې داسې پېښې يې رسنيو ته راووځي، چې انسان وبوږنوي.

Loading...