fbpx

سرک ستا د پلار نه دى – په اکشى کمار د مينه والو نيوکې

خبريال وېبپاڼه \ ٢٠ جون ٢٠١٩ – ممبۍ: د هندي فلمونو نامتو ستوري اکشى کمار ته په ټولنيزو رسنيو د موټرسايکل چلولو انځور خپرول ګران پرېوتل، له انځور خپرولو سره سم د هغه مينه والو پرې سختې نيوکې وکړې.

اکشى کمار د هندي سينما هغه فلمي ستورى دى چې تل په داسې فلمونو کې راښکاره کېږي چې هغه د ټولنيزو مسايلو په اړه جوړ شوي وي، هغه تل دا هڅه کوي چې د خپلو فلمونو له لارې د ټولنې د بدو ستونزو په اړه خلکو ته پېغامونه ورکړي، نه يوازې په فلمونو کې بلکې هغه په ډېرو داسې کمپاينونو کې هم برخه اخلي چې د ټولنيز شعور د پېدا کولو په اړه وي. همدا راز د دې هر څه تر څنګ هغه د ټولنيز ويښتابه لپاره لنډ لنډ کليپونه هم جوړوي.

تېر کال نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې ځينې داسې ويډيوګانې خپرې کړې وې، چې پکې يې د موټر سايکل چلوونکو ته د هيلمټ په سرولو سبق ورکاوه او چا چې د موټر سايکل چلونې پر مهال هيلمټ نه پسراوه، هغوى ته يې د دې د خطرونو په اړه معلومات ورکول او دا به يې هم ورته ويل چې ((سرک ستا د پلار نه دى.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Akshay Kumar (@akshaykumar) on


خو ښکاري داسې چې اکشى کمار په خپلو لارښوونو په خپله هم عمل ونکړ. نوموړي څه ورځې مخکې په انسټاګرام خپل يو انځور خپور کړ چې پرته هيلمټ څخه موټر سايکل چلوي، بس د انځور خپرول و چې خلکو پرې نيوکې پيل کړې.

د ټولنيزو رسنيو کاروونکو چې کله د اکشى کمار انځور وليده چې موټر سايکل چلوي او هيلمټ يې نه دى په سر کړى، نو نوموړي ته يې د هغه د پخوانيو ويډيوګانو حواله ورکړه چې ((هيلمټ چېرته دى؟))

يو کس خو تر دې پورې وليکل، چې ډېر لوى دانشور دې له ځانه جوړ کړى و، اوس دې خپل هېلمټ چېرته دى وروره؟ همدا راز يو کس د اکشى کمار هماغه خبره هغه ته وکړه، چې هېلمټ دې چېرته دى، دا سرک ستا د پلار نه دى، همداسې به دې ويل کنه.

Loading...