fbpx

هند د پاکستاني رسنيو خبرونه بې اساسه وبلل

خبريال وېبپاڼه \ ٢٠ جون ٢٠١٩: هند هغه خبرونه بې اساسه چې په پاکستاني رسنيو کې خپاره شوي ول او ويلي يې و چې د هند لومړي وزير نريندرا مودي او د بهرنيو چارو وزير اېس جى شنکر له پاکستان سره خبرو يا مذاکراتو ته زړه ښه کړى دى.

د هند (دي هندو) وېبپاڼې د راپور تر مخه، په پاکستاني رسنيو کې خپاره شوي خبرونه چې د هند لومړي وزير نريندرا مودي او د بهرنيو چارو وزير اېس جى شنکر له پاکستان سره خبرو کولو ته زړه ښه کړى، بې اساسه دى.

د بهرنيو چارو وزير وياند رويش کمار يادې وېبپاڼې ته ويلي دي، چې د سفارتي اړيکو له امله لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير د پاکستان له خوا رالېږل شوو پېغامونو ته ځواب ورکړى و.

نوموړى وايي، چې نريندرا مودي په ځواب خط کې ليکلي و، چې له ترهې، ترهګرۍ، تشدد او نفرت څخه پاک د اعتماد ماحول رامنځ ته کول ډېر مهم دي. همدا راز د بهرنيو چارو وزير هم د ترهې نه پاک ماحول باندې ټينګار کړى و.

نوموړي په دې اړه چې په دغه خطونو کې د مذاکراتو يا خبرو په اړه کومه خبره شوې وه، وويل چې داسې هېڅ خبره نشته او نه هم په دغه خطونو کې د داسې څه يادونه شوې ده.

همدا راز د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر رسنيو ته ويلي و چې په سيمه کې د سولې او له هند سره د ټولو ستونزو د اواري لپاره هند اخر هم د دوى د خبرو وړاندېز ومانه.

هغوى زياته کړې وه چې د مذاکراتو يا خبرو دا وړاندېز په هغه خطونو کې شوى و چې د هند لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير له خوا د پاکستان لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير ته ليکل شوي و.

د يادونې وړ ده چې د هند ټولټاکنې په دويم ځل نريندرا مودي وګټلې او د هند لومړى وزير شو، د نوموړي تر لومړي وزير کېدو وروسته يو ځل بيا د پاکستان لومړي وزير عمران خان هغه ته يو خط ليکلى و چې هغه ته يې د خبرو او مذاکراتو وړانديز کړى و.