fbpx

يوه پېړۍ پخوانى انځور ولې خلک ويروي؟

خبريال وېبپاڼه \ ٢٠ جون ٢٠١٩: دغه ساده (تور او سپين) انځور شاوخوا سل کاله پخوا اخيستل شوى دى، خو دا انځور اوس هم په نړۍ کې پېژندل کېږي، هسې خو دا د يوه هېواد د پوځيانو يو ګروپي انځور ښکاري، خو داسې څه خبره ده چې دا انځور يې ډېر خاص کړى دى او د ډېرى خلکو د ويرې سبب شوى هم دى؟

تر هر څه د مخه خو تاسې بايد په دې اړه پوه شئ چې دا انځور په ١٩١٩ کې اخيستل شوى دى چې په لومړي نړيوال جانګ کې د برېتانوي هوايي ځواک کارمندان دي او دا انځور په لومړي ځل په ١٩٧٥ کې د هوايي ځواک يو تقاعد شوي افسر وکټر ګوډرډ خپور کړ.

دا انځور د وکټر ګوډرډ د سکوارډن ګروپ انځور دى.

اوس به په دې خبره وکړو چې دا انځور يوه پېړۍ وروسته هم ولې مشهور دى، په دې انځور کې په لومړي کتار کې له چپ خوا نه څلورم کس يو ايرمېن دى. د دغه کس شاته د يو بل کس مخ ښکاري، دا که معمولي خبره نه ده خو ويره خپرونکې خبره حتماً ده، دا د داسې کس مخ دى چې هغه د دې انځور د اخيستو نه دوه ورځې مخکې مړ شوى و.پېړۍ پخوانى انځور ٢

د فريډي جيکسن په نوم دغه کس د چورلکو مستري و، دا له انځور اخيستو دوه ورځې مخکې په يوه پېښه کې مړ شوى و، کله چې دا انځور اخيستل کېده، په همدغه ورځ فريډي جيکسن خاورو ته سپارل شوى و.

په سکوارډن کې برخه لرونکي کسان وايي، چې دغه د فريډي بهوت يا اروا وه، چې هغه له خپلې مړينې بې خبره وه او په دغه انځور کې د راتګ پرېکړه يې کړې.

هسې خو موږ په دې اړه هېڅ هم نه شو ويلى چې دا خبره څومره رښتيا او څومره درواغ ده، خو د دې انځور سره تړلې کيسه اوس هم په ډېرو خلکو او ځايونو کې مشهوره ده، چې همدا لامل دى دا انځور يې ډېر ځانګړى کړى دى.

همدا راز دا هم ويل ګران دي چې ايا په رښتيا هم دا انځور د دغه کس له مړينې وروسته اخيستل شوى دى او که مخکې اخيستل شوى دى، ځکه دا انځور له ١٩٧٥ څخه مخکې چا نه و ليدلى.

دا انځور وکټر ګوډرډ خپور کړ او له دې سره تړلې دا کيسه يې هم خپره کړه، چې ډېرى خلک يې وويرول. اوس هم چې ډېرى خلک دا انځور وويني او له دغه کيسې خبر شي، نو يې د بدن ويښته نېغ راولاړ شي.

Loading...