fbpx

د پاکستان انصاف: زرداري پارلمان کې، خو علي وزير او محسن داوړ په زندان کې دي

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ جون ۲۰۱۹ – د پاکستان د پارلمان په ننۍ غونډه کې د پارلمان د مشر په غوښتنه دوه نیول شوي سیاستوال له زندان څخه پارلماني غونډې ته رابلل شوي وو، خو د پي ټي ایم او د پارلمان دوه غړي علي وزیر او محسن داوړ په زندان کې دي. دوی دغې غونډې ته نه دي بلل شوي.

د معلوماتو له مخې د پارلمان د مشر پر غوښتنه نن دوه سیاستوال د پاکستان هېواد پخوانی ولسمشر محمد اصف زرداري او سعید رفیق له زندان څخه پارلمان ته راوستل شوې وو او د پارلمان په ننۍ جوړې شوې غونډه کې ګډون کړی دی.

ویل کېږي د پاکستان په پارلمان کې نن یوه مهمه غونډه پیل شوې ده چې په دې غونډه کې د پاکستان پر کلنۍ بودجي ژور بحث کېږي او منظوري به یې هم کېږي.

د پارلمان یو شمېر غړي په کلکه وایې د پارلمان مشر ته پکار وه چې نن یې د وزیرستان د خلکو استازي هم په دې غونډه کې حاضر کړي وی ،خو په روغ لاس یې ونه غوښتل چې علي وزیر او محسن داوړ دې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ویلي دي چې د څو ورځو راهیسې یې په ګډه د پارلمان له مشر څخه غوښتنه کړې چې دواړه نیول شوي غړي محسن داوړ او علي وزیر دې پارلمان ته حاضر کړي خو مشر یې غوښتنه رد کړې ده.

بوټو ویلي دي د ټولو په لاسلیک مو د محسن داوړ او د علي وزیر د راتللو غوښتنه کړې وه خو د پارلمان مشرانو محسن داوړ او علي وزیر حاضر نکړ د بوټو پر وینا په روانه غونډه کې د دې دوه غړو نشتون له کبله پر بودجې بحث کول او منظور کېدل لویه درغلي شمېرل کېږي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې هم د پارلمان مشر کولی شي چې د پارلمان غړي په هر حالاتو کې که هغه په زندان کې هم وي حاضر کړي ،خو په حقیقت کې له دې معلومیږي چې د پي ټي ایم پر ضد حکومت غواړي محسن داوړ او علي وزیر له پارلمان څخه په قراره لېرې کړي.

د پي ټي ایم پر دې مخکښ مشرانو محسن داوړ او په علي وزیر پاکستاني پوځیانو تور لګولی و چې ګواکې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د علي وزیر او د نورو پلویانو په شتون کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی و چې د دې برید په نتیجه کې پڼځه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

خو لا له وړاندې د خړ کمر په پېښه کې محسن داوړ او علي وزیر د پوځ تورونه بې بنسټه بللي وو او ادعایې وکړه چې په دې سیمه کې پاکستاني پوځیانو پر پي ټي ایم ډزې کړې وې. چې په پایله کې د دوی ۱۳ تنه غړي شهیدان او تر ۴۵ پورې نور یې ټپیان کړی دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ دا مهال یوځای د پېښور په مرکزي زندان کې پراته دي، پنځه ورځې وړاندې علي وزیر د بنو ځایې محکمې ته هم وړاندې شوی وو خو د قاضي نشتون له امله د هغه قضیه یو ځل پر ځای پاتې شوې ده.

دغه راز دوه ورځې وړاندې محسن داوړ هم له مرکزي زندان څخه د بنو ځایې محکمې ته لېږل شوی و چې له محکمې وروسته بېرته د پېښور مرکزي زندان ته لېږدول شوی دی.

علي وزیر د محکمې وروسته بیا زندان ته لېږدول شوی