fbpx

په انځور ١٥ زره لايکونه او تورن پوليسو ته ځان تسليم کړ

خبريال وېبپاڼه \ ٢١ جون ٢٠١٩ – کنيکټکټ: په امريکا کې يوه په زړه پورې پېښه رامنځ ته شوه، يوه تورن کس چې له پوليسو پټ و په فېسبوک باندې خپل انځور خپور کړ او وې ويل چې که دا انځور ١٥ زره کسانو لايک کړ، نو دى به پوليسو ته ځان تسليم کړي، يوه مياشت وروسته د هغه په انځور ٢٩ زره لايکونه راغلل او د ژمنې سره سم هغه ځان پوليسو ته تسليم کړ.

تېره مياشت د کنيکټکټ څخه تښتېدلي يو تورن کس او د ټورنګټن پوليسو ترمنځ يو تړون شوى و، چې تورن کس جوزى سمنس ورسره ژمنه کړې وه که چېرته په فېسبوک کې د هغه په انځور ١٥ زره لايکونه راغلل، نو هغه به ځان پوليسو ته تسليم کړي.

په ٢٩ کلن جوزى سمنس باندې اووه تورونه لګېدلي دي، خو هغه پوليسو ته ځان نه تسليماوه او نه يې هم محکمې ته حاضري ورکوله. پوليسو د هغه انځور په فېسبوک خپور کړ، چې په دغه انځور باندې په خپله دغه تورن کس لاندې تبصره وکړه او وې ويل چې که زما انځور ٢٠ زره کسانو لايک کړ، نو ځان به پوليسو ته تسليم کړم، خو پوليسو ورته وويل چې نه ٢٠ زره لايکونه ډېر دي، په ١٠ زره لايکونو باندې ځان تسليم کړه، خو تورن کس بيا وليکل، چې که چېرته ١٥ زره کسانو دا انځور لايک کړ، نو دى به په خپله حوزې ته ورشي او ځان به ورته تسليم کړي، نو داسې په ١٥ زره لايکونو خبره جوړه شوه.

له دې وروسته پوليسو د دغه تورن کس انځور څو ځلې په فېسبوک خپور کړ، چې وروسته دغه انځور ډېرى خلکو خپور او لايک کړ، چې په يوه مياشت کې دننه دغه انځور ٢٩ زره کسانو لايک کړ.

د خپلې ژمنې سره سم تورن کس د جون په ١٩مه نېټه د اينفيلډ پوليسو ته زنګ وواهه او خپل ځاى يې ورته وښود چې راشئ او ما ونيسئ. په دې کار سره محکمې په دغه تورن کس له پوليسو د تښتېدو تور هم لګولى دى. په ضمانت د پرېښودو لپاره په دغه کس ٣٠ زره ډالر جريمه ايښودل شوې ده، خو لا يې محکمې ته وړاندې کول پاتې دي.

د يادونې وړ ده چې د دغه کس په انځور باندې ١٧٠٠ کسانو تبصرې هم کړې وې.