fbpx

منظور پښتین: پاکستانی ریاست تحریک ختمول غواړي

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ جون ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایې د خړ کمر له پېښې وروسته پاکستاني ریاست د پي ټي ایم مشرانو پر وړاندې سخت اقدامات پیل کړي دي.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین تېره شپه په وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو ضد سخت اقدامات پیل شوي دي او د هغه نږدې ملگري چې محسن داوړ او علي وزیر پکې شامل دي، نیول شوي دي او د نورو نیولو هڅه هم روانه ده.

منظور پښتین په بشپړه مرکه کې وویل: “ریاست اول د احتجاجونو ختمول غوښتل خو اوس د تحریک ختمول غواړي. د غورځنګ دوه مشران نیول شویدي او د هغوي د بدنامولو لپاره په ټولنیزو رسنیو خورا سخت کمپاین پیل شوی دی.

منظور پښتین وروستۍ مرکه په داسې مهال کې وکړه چې نږدې ۲۵ ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پي ټي ایم د احتجاجونو په کاروان پاکستاني ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې ۱۳ تنه د پي ټي ایم پلویان شهیدان او ۴۵ نور ټپیان شو.

د دغې پېښې په لومړۍ ورځ پاکستاني پوځیانو په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي له ځان سره بیولی وو، چې تر نن ورځې پورې په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي. پاکستاني پوځیانو په علي وزیر تور پورې کړی و چې په پوځیانو یې برید کړی و.

دغه راز د علي وزیر د نیول کېدو وروسته د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په ټوله نړۍ کې احتجاجونه اعلان کړ د همدې غورځنګ بل مخکښ مشر محسن داوړ هم په خړ کمر سیمه کې د زرګونه پلویانو په شتون کې نږدې یوه اونۍ احجاج وکړ چې وروسته بیا محسن داوړ په خپله خوښه پاکستاني پولیسو ته تسلیم شو

دا مهال محسن داوړ او علي وزیر د پېښور په مرکزي زندان کې شتون لري، دوه ورځې وړاندې علي وزیر او محسن داوړ د بنو ځای محکمې ته هم وړاندې شوي و چې بیا وروسته بېرته مرکزي زندان ته داخل شو.

دا مهال د دواړو برخلیک نامعلوم دی خو له زنداني کېدو وړاندې محسن داوړ او علي وزیر د پاکستاني پوځ ټول تورونه بې بنسټه وبلل.

د پاکستان انصاف: زرداري پارلمان کې، خو علي وزير او محسن داوړ په زندان کې دي

Loading...