fbpx

سلمان خان د ٢ ورځو خپرونې ٣١٠ ميليونه روپۍ اخلي

خبريال وېبپاڼه \ ٢١ جون ٢٠١٩ – ممبۍ: د هندي سينما نوموتى ستورى سلمان خان د بګ باس خپرونې د راروان پړاو (١٣م سيزن) لپاره تر ټولو زياتې پېسې اخلي.

د بالي ووډ سينما نوموتى ستورى سلمان خان د فلمونو پاچا خو هسې هم دى، خو په ټلويزيون کې هم د هغه د پرتلنې ځوک نشته، هغه له تېرو لسو سيزنو څخه د بګ باس خپرونې کوربه توب کوي او د هغې په بدل کې بېخي ډېرې پېسې اخلي.

دا د سلمان خان کمال دى چې د بګ باس خپرونه په ټول هند کې ډېر ليدونکي لري، همدا لامل دى چې په هر پړاو کې دوى هڅه کوي چې د دغه خپرونې کوربه يا وياند سلمان خان وي، که څه هم سلمان خان هر څومره پېسې غواړي، خو دوى پېسو ته نه ګوري.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، د بګ باس ١٣م پړاو وياندوي به هم سلمان خان کوي او د هر کال په څېر سږکال هم نوموړي د تېر په ځاى د ډېرو پېسو غوښتنه کړې ده.

سلمان خان په بګ باس خپرونه کې هره ورځ نه راښکاره کېږي، بلکې هغه په اونۍ کې دوه ورځې د دغه خپرونې وياندوي يا کوربه توب کوي او د دغه دوه ورځو لپاره به هغه ته ٣١٠ ميليونه هندي روپۍ ورکول کېږي.

د بګ باس په دې پړاو کې به سلمان خان ١٣ اونۍ راښکاره کېږي، نو داسې به هغه ته د ١٣ اونيو لپاره ٤٠٣ کروړه يا هم ٤ ميليارده او ٣٠ ميليونه هندي روپۍ ورکول کېږي، چې د تېر کال د خپرونې په پرتله دا پېسې ښې ډېرې دي.

د يادونې وړ ده چې په هندي سينما کې ډېرى فلمي ستوري د يو فلم لپاره له ١٣٠ څخه تر ١٤٠ ميليونه پورې هندي روپۍ ترلاسه کوي، خو سلمان خان به بيا د دوه ورځو د خپرونې لپاره ٣١٠ ميليونه هندي روپۍ اخلي، حال دا چې يو فلم لږ تر لږ له يوې مياشت څخه نيولې بيا تر ٣ مياشتو موده کې جوړېږي.