fbpx

قېچي د ښځې په خېټه کې ٢٣ کاله تېر کړل

خبريال وېبپاڼه \ ٢١ جون ٢٠١٩: د يوې روسۍ ښځې په خېټه کې د درد له امله چې هغه ډاکټر ته لاړه، ورته معلومه شوه چې د هغې په خېټه کې يوه قېچي پرته ده چې له دوه لسيزو ډېر وخت يې د دې ښځې په خېټه کې تېر کړى و.

ازيټا ګوبيوا د روسيې په شمال کې ژوند کوي، هغې په ١٩٩٦ کې عمليات کړي و چې له هغه وروسته به يې هر وخت په خېټه کې دردونه راپېدا کېدل. ډاکټرانو به دا د ځيګر ستونزه ګڼله او تل به يې ازيټا ته د دردونو دواوې ورکولې.

ازيټا وايي چې دومره زيات وخت په دردونو کې له تېرولو وروسته اوس ورته د ايکسرى کولو نه معلومه شوه چې په خېټه کې يې قېچي ده، ځکه د دردونو دواوو به ورته د لږ وخت لپاره ارام ورکاوه.

په اېکسرى کې معلومه شوه چې د ازيټا په خېټه کې د ډاکټرانو قېچي پرته ده، د دې قېچي په اړه ازيټا وايي چې دا هغې په ١٩٩٦ کې عمليات کړي و او کېداى شي هغه ډاکټرانو يې په خېټه کې پرېښې وي، ځکه له هغه وروسته ازيټا هېڅ کله عمليات نه دي کړي.

ازيټا وايي چې د هغه عملياتو ٢٣ کال وشو. هغې د روسيې له يوه ځايي ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې کله يې ايکسرى کوله نو ريډيولوجيسټ ورته په خپله حېران شو، هغه فکر کړى و چې ما له ځان سره قېچي راوړې ده.

نوموړې وايي، کله چې ورته معلومه شوه چې په خېټه کې يې قېچي ده، نو لاسونه يې په ريږدېدو شول او په ژړا يې پيل وکړ.

دغه قېچي په اصل کې ډاکټران د عملياتو پر مهال د مالوچو د نيولو لپاره کاروي.

اوس ډاکټرانو د دغه قېچي د راويستلو لپاره د ازيټا د يو ځل بيا عملياتو پرېکړه کړې ده.

په روسيه کې په دې پېښه باندې خلکو سختې نيوکې کړي دي، د روسيې د روغتيا وزارت وياند بيا ويلي دي چې د دوى وزارت به په خپله د دې پېښې څارنه کوي او د دې پوره څېړنه به هم وکړي.

هغه زياته کړې ده، چې د ازيټا په عملياتو چې هر څومره مصرف راځي، هغه به وزارت ورکوي او په تېرو ٢٣ کلونو کې چې دغه ښځې هر څومره تکليف تېر کړى دى، د هغې بدله به هم ورته وزارت ورکوي.

Loading...