fbpx

د پښتو فلمونو مشهور اداکار سېنتيس کلېنډر ومړ

خبريال وېبپاڼه \ ٢١ جون ٢٠١٩: د پښتو فلمونو مشهور او پخوانى مزاحيه اداکار لياقت مېجر هم ومړ، نوموړى د سېنتيس کلېنډر په نوم خلکو ډېر پېژنده. هغه له تېرو څو کلونو راهيسې فلمونو کې کار پرېښى و او د تبليغ لار يې خپله کړې وه.

لياقت مېجر په سوونو پښتو فلمونو کې کار کړى و، هغه په تياتر يا سټېج باندې هم ډېر کار کړى و او همدا راز له ٢٠٠٠ کال وروسته يې په پښتو سي ډي ډرامو کې هم کار کړى و، چې خلکو ډېر خوښاوه. نوموړي د پښتو فلمونو په پيل کې په يوه فلم کې د سېنتيس کلېنډر رول لوبولى و، چې له هغه وروسته بيا چا د لياقت مېجر په نوم ډېر نه پېژنده، خو هر چا به د سېنتيس کلېنډر په نوم پېژندو.

نوموړى د پښتو فلمونو يوازينى مزاحيه اداکار و چې د هر فلم جوړونکي به هڅه کوله چې هغه په خپل فلم کې واخلي، ځکه هغه مهال په پښتو فلمونو کې نور اداکاران ډېر و خو د مزاحيه اداکارانو کمى و، بلکې لياقت مېجر يوازينى داسې اداکار و چې خلک يې خندولى شو.

د پښتو ډرامو يو بل نوموتى مزاحيه اداکار عالمزېب مجاهد وايي، چې د لياقت مېجر په مرګ ډېر ودردېده. هغه وايي چې په سټېج يې له هغه سره لږ کار کړى و، خو هغه يو ډېر ښه انسان او په زړه ډېر نرم و. هغه وايي چې ډېر مينه ناک انسان و او هېڅ کله به يې د هغه مينه هېره نه شي.

لياقت مېجر له تېرو څو کلونو راهيسې فلمي نړۍ پرېښې وه او د تبليغ لاره يې خپله کړې وه. هغه په خپله يوه وروستۍ مرکه کې ويلي و، چې نور يې خپل ټول ژوند تبليغ او د اسلام خپراوي ته وقف کړى دى او له دې وروسته به د خپل کاروبار تر څنګ د تبليغ لپاره هم کار کوي.

نوموړي د شاتو کاروبار کولو، چې د خپل ژوند پېټى يې پرې روان کړى و.

نوموړى نن د زړه د ناروغۍ له امله وفات شو.