fbpx

شاه رخ خان ولې نور فلمونو کې کار نه کوي؟

خبريال وېبپاڼه / ۲۲ جون ۲۰۱۹ – ممبۍ: د هندۍ سينما پاچا يا کنګ خان شاه رخ خان د (زيرو) فلم له ناکامۍ وروسته په نورو نوو فلمونو کې د کار نه کولو لامل رسنیو ته روښانه کړ.

د هندي رسنيو د راپورونو ترمخه شاه رخ خان له رسنيو سره د خبرو پر مهال په نورو نوو فلمونو کې د کار نه کولو لامل روښانه وکړ او وې ويل چې اوس ورسره د هېڅ نوي فلم وړانديز نشته او نه هم په کوم نوي فلم باندې کار کوي. هغه وايي چې داسې وي چې کله يو کس د يو فلم ثبت ختموي، نو د هغه له ثبت ختمېدو سره سم دلاسه په بل فلم کار پيلوي، خو له شاه رخ خان سره دا ځل داسې نه ده.

کنګ خان زياته کړه چې د (زيرو) فلم له نندارې ته وړاندې کېدو وروسته درې یا څلور مياشتې په دې بوخت و چې په کوم نوي فلم کار پيل کړي، خو اوس يې داسې اراده نه ده، هغه وايي چې اوس يې زړه اجازه نه ورکوي چې په بل فلم کار وکړي. نوموړی زياتوي چې داسې راته ښکاري اوس باید لږ وخت خپل ځان ته ورکړم، هغه وايي چې اوس فلمونه ګوري، کيسې اوري او کتابونه لولي.

شاه رخ خان له رسنيو سره په خبرو کې دا يادونه هم وکړه چې لور يې زده کړې کوي او د زوی اریان خان زده کړې يې پوره شوي دي او اوس غواړي چې له خپلې کورنۍ سره ډېر وخت يو ځای تېر کړي.

د يادونې وړ ده چې شاه رخ خان د هندي سينما يو له هغه ستورو څخه دی چې هر فلم يې بریالی کېږي، خو وروستی فلم چې د (زیرو) په نوم يې جوړ او نندارې ته وړاندې کړ، هغه هومره بريالی ونه ګڼل شو، لکه څومره هيلې چې ترې شاه رخ خان درلودې.