fbpx

ټرمپ: پر ایران د برید کولو وخت نه دی

خبریال وېبپاڼه / ۲۳ جون ۲۰۱۹ – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هیڅکله یې پر ایران د برید لغوه کېدو خبره نه ده کړې خو زیاتوي چې اوس یې وخت نه دی.

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې ټرمپ پر ایران له برید کولو په شا شوی دی خو په غبرګون کې نوموړي نن پر خپل ټویټر لیکلي چې په هیڅ صورت یې پر ایران د برید لغوه کېدو خبره نه ده کړې. هغه زیاته کړې د اوس لپاره دا کار نه کوي ځکه چې وخت یې نه دی.

خو تېره ورځ ولسمشر ډونالډ ترمپ خبر ورکړی و چې د ایران لخوا د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په ځواب کې پر دغه هېواد امریکایې ځواکونو د برید تابعه نیولې وه خو نوموړي یې په وروستیو لس دقیقو مخه نیولې ده.

ټرمپ ویلي و کله چې ایران د دې هېواد بې پیلوټه الوتکه وویشتله له هغې وروسته یې د غچ اخیستلو کلک هوډ کړی وو خو د څېړنې وروسته ورته معلومه شوه چې دا برید نږدې ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړوي چې د یوې الوتکې په سر نا مناسبه وه او د دغې برید مخه یې په وروستیو لسو دقیقو کې نیولې ده.

امریکا وایې ایران یاده الوتکه په نړیوال هوایې حریم کې رانسکوره کړې، خو ایران ادعا لري چې د یادې الوتکې شواهد ورسره شته چې د ایران هوایې حریم ته راننوتلې وه او ځواکونو یې پرې بې له ځنډه برید کړی وو.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د ایران له خوا د امریکا د بې پیلوټه الوتکې نسکورول ستایلي دي. هغه ویلي، ایران به هیڅکله چاته پر خپله ځمکنۍ بشپړتیا د تېري اجازه ورنه کړي.

نوموړی وایې د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته د پېښ هر دول ګواښ پر وړاندې به ودرېږي.

د وروستیو دوه میاشتو راهیسې د ایران او مریکا ترمنځ حالت سخت کړکیچن دي خو له تېرې یوې اونۍ راهیسې دواړه لورې یو بل ته د بریدونو ګواښونه هم کوي.