fbpx

نور نه غواړم هندي فلمونو کې کار وکړم، خو ولې؟

خبريال وېبپاڼه \ ٢٣ جون ٢٠١٩: فلمي ممثلې په ١٩٩٨ کې په هندي فلمونو کې کار پيل کړى و، خو وروسته بيا په هند کې د پنجابۍ سينما يوه نوموتې ستورې شوه، له هغه وروسته يو ځل بيا هندي سينما ته راغلې وه، خو بيا يې په هندي فلمونو کې کار پرېښوده، تازه يې په يوه مرکه کې په دې اړه خبرې کړې دي، چې ولې يې په هندي فلمونو کې کار پرېښود. هغه وايي چې دومره غلطه غوښتنه ترې وشوه، چې بيا يې زړه ونه غوښتل چې په هندي فلمونو کې کار وکړي.

نيرو باجوا چې تازه يې په يوه پنجابي فلم (شاډا) کې کار کړى دى او دغه فلم يې خلکو ډېر خوښ کړى دى، هر ځاى يې خلک صفتونه کوي. نيرو باجوا تازه په يوه مرکه کې دې پوښتنې ته، چې ولې يې په هندي فلمونو کې هڅه ونکړه چې پرمختګ وکړي؟ په ځواب کې وويل چې په هندي سينما کې ترې داسې غوښتنې وشوې چې زړه يې ونه غوښتل دلته نوره پاتې شي.

هغې رسنيو ته وويل، په لومړۍ ليدنه کې ترې غوښتنه وشوه چې که غواړې په هندي سينما کې پاتې شې، نو له ډايريکټر سره به شپه کوې، هغې وويل چې له دې اورېدو سره يې غوني زيږ شو.

نيرو باجوا زياته کړه چې زه دا نه وايم چې ټول خلک به په هندي سينما کې همدا کار کوي، خو زما لومړۍ تجربه ډېره خرابه وه، نو له همدې امله مې په هندي سينما کې خپل بخت ازمايل پرېښودل او بېرته پنجابي سينما ته لاړم.

نوموړې په دې اړه رسنيو ته د چا نوم ياد نه کړ، چې دا غوښتنه ترې چا کړې وه، خو رسنيو ته يې دومره وويل، چې هغه په پنجابي سينما کې يوه مشهوره څېره ده او له دې سره خوشحاله هم ده، نو ځکه نه غواړي چې په هندي سينما کې پاتې شي او داسې غلطو کارونو ته لاس واچوي.