fbpx

اميتاب بچن د مسلمان سپين ږيري په رول کې

خبريال وېبپاڼه \ ٢٣ جون ٢٠١٩: د هندۍ سينما نوموتى ستورى اميتاب بچن په خپل راروان فلم کې د يو مسلمان سپين ږيري رول لوبوي. د اميتاب بچن او ايوشمان کهرانه د نوي فلم (ګلابو سيتابو) ثبت پيل شوى دى، چې له هغه وروسته د دغه فلم په اړه هر ځاى بحثونه روان دي.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، د (ګلابو سيتابو) فلم چې اميتاب بچن او ايوشمان کهرانه پکې مرکزي رولونه ترسره کوي، لومړى ثبت يې د هند په لکهنو ښار کې پيل شوى دى. دوى زياتوي چې کله اميتاب بچن په دغه ښار کې د فلم ثبت کاوه، نو ټول ښار يې نندارې ته راغلى و.

تازه د اميتاب بچن د نوي فلم يو انځور په ټولنيزو رسنيو خپور شوى دى، چې د هغه څېره پکې بېخي بل ډول ښکاري. ويل کېږي چې دا ځل اميتاب بچن په خپل نوي فلم کې د يو مسلمان سپين ږيري رول ترسره کوي. له دغه انځور څخه ښکاري چې نوموړي سپينه ږيره پرېښې، خولۍ يې په سر ده، څادر يې هم په سر اچولى او عينکې يې په سترګو دي، چې په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي دا انځور ډېر زيات خوښ کړاى شوى دى.اميتاب بچن

د يادونې وړ ده چې د دې فلم (ګلابو سيتابو) ډايريکټر سجيت سرکار دى، چې نوموړي د ايوشمان کهرانه سره د (وکي ډونر) او اميتاب بچن سره د (پيکو) په څېر فلمونه جوړ کړي دي. اوس نوموړي دواړه ستوري په يو فلم کې رايوځاى کړي دي او ويل کېږي چې د ټولنيزې بېدارۍ تر څنګ به دا فلم يو مزاحيه فلم هم وي چې خلک به يې ډېر خوښ کړي.

هندي رسنۍ ليکي، چې دا فلم د يوې مسلمانې کورنۍ په اړه جوړېږي، چې د کورنيو ستونزو تر څنګ به مزاحيه فلم هم وي. د يادونې وړ ده چې دا فلم په لکهنو کې جوړېږي او د ٢٠٢٠ کال د اپريل په ٢٤مه نېټه به نندارې ته وړاندې کېږي.

Loading...