fbpx

د کودتا پلان ناکامه او د پوځ مشر ووژل شو

خبريال وېبپاڼه \ ٢٣ جون ٢٠١٩: په ايتوپيا هېواد کې د دغه هېواد د پوځ مشر په حکومت د کودتا هڅه وکړه، خو ياده کودتا ناکامه او د پوځ مشر د خپل ساتونکي له خوا وويشتل شو.

د ايتوپيا د لومړي وزير له دفتره خبريالانو ته ويل شوي دي، چې په اديس ابابا او امهارا رياستونو کې د حکومت پر ضد پوځ بغاوت وکړ او د حکومت ځينې مهم غړي يې هم ووژل، چې په دغه کسانو کې د امهارا رياست مشر هم ويشتل شوى و، چې وروسته يې د ډېرو ټپونو له امله ساه ورکړه.

همدا راز په امهارا رياست کې د دغه هېواد د پوځ مشر د خپل ساتونکي له خوا په داسې مهال وويشتل شو چې له ځينو نورو جنرالانو سره يې ليدنه کوله. ويل کېږي چې په دغه ناسته کې يو شمېر نور جنرالان هم وژل شوي دي. د ايتوپيا لومړي وزير ابى احمد د دغه هېواد په ملي ټلويزيون په خپلو خبرو کې وويل چې د پوځ مشر سير ميکونين د خپل ساتونکي له خوا وژل شوى دى او د هغه ساتونکى نيول شوى دى.

د ايتوپيا لومړى وزير ابى احمد تېر کال حکومت ترلاسه کړى، چې له هغه وروسته يې په هېواد کې ډېر بدلونونه راوستل. نوموړي په خپل هېواد کې له سياسي ګوندونو څخه بندېزونه ليرې کړل او همدا راز سياسي بنديان يې هم خوشې کړل. هغه هڅه کوي تر څو په هېواد کې د تاوتريخوالي مخنيوى وکړي.

د لومړي وزير وياند رسنيو ته ويلي دي، چې هغه کسانو چې د کودتا هڅه يې کوله، هغوى نيول شوي دي او کوم چې تښتېدلي دي د هغوى د نيولو هڅه هم روانه ده. هغه همدا راز وويل چې په کودتا کې يو شمېر لوړپوړي کسان هم وژل شوي دي.

په ايتوپيا کې راروان کال ټولټاکنې کېږي چې د بد حالت پرته هم سياسي ګوندونو غوښتنه کړې چې په وخت دې ټولټاکنې ترسره شي.