fbpx

د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره ځانګړې امنیتي قطعه جوړېږي

خبریال وېبپاڼه / ۲۳ جون ۲۰۱۹ـ د کورنیو چارو وزارت نن له کابل ښاروالۍ سره د حکومت د رسنیو په مرکز کې د همکاریو د زیاتوالي په مقصد یو هوکړه لاسلیک کړه.
د یادې هوکړې پر بنسټ به د ځمکو د غصب، د غصب شویو ځمکو د استرداد او د غیرمعیاري ودانیو د رغولو څخه د مخنیوي په موخه د ۴۰۰ سرتېرو په کمیت سره یوه نظامي قطعه جوړېږي چې د یادې قطعې د سوق او ادارې مسوولیت به د ښاروالۍ پر غاړه وي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د هوکړې د لاسلیک پرمهال وویل، چې کورنیو چارو وزارت به د یادې نظامي قطعې په چارو او د کابل ښاروالۍ د احکامو د پلې په برخه کې هېڅ ډول مداخله نه کوي.
ښاغلي اندرابي زیاته یې کړه، د کابل امنیه قومنداني او د کابل ټولې امنیتي حوزې مسوولیت لري، ترڅو له یادې نظامي قطعې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز له کورنیو چارو وزارت سره یاده هوکړه ګټوره وبلله او ویې ویل، چې د یادې هوکړې له مخې به د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ همکاري زیاته او موثره شي او په کابل کې به د ځمکو د غصب مخه ونیول شي.
د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالي داسې مهال د غصب شویو ځمکو په اړه د امنیتي قطعې د جوړولو خبره کوي چې په کابل کې ډېرې ځمکې د زورواکو او چارواکو لخوا غصب شوي دي.