fbpx

ټرمپ: له ایران سره خبرې کول غواړو

خبریال وېبپاڼه / ۲۴ جون ۲۰۱۹ – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي دي چې له ایران سره جګړه نه بلکې خبرې کول ورسره غواړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې د ایران تر یوه خبرداري وروسته ویلي، چې له ایران سره خبرې کول غواړي او دغه هېواد ته په کار ده، چې ژر تر ژره خبرو ته حاضر شي.

ایران تېره ورځ خبرداری ورکړ، چې په خلیج کې ګډوډي به امریکایي سرتېرو ته خطر پېښ کړي. تر دې وروسته ډونالډ ټرمپ وویل، چې له ایران سره جګړه نه غواړي بلکې په لومړي سر کې د خبرو پلوي دی.

تېره ورځ ټرمپ پر ایران د برید خبر ورکړی وو چې په غبرګون کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو، چې په دې عمل سره به امریکا ته سخت غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

روحاني وایې ایران په هیڅ صورت پر کوم هېواد د برید پلان نه لري خو که چېرته امریکا خپلو سرغړونو ته دوام ورکړي او پر ایران د برید کولو تابیا ونیسي نو سخت غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.

دغه راز یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې ټرمپ پر ایران له برید کولو په شا شوی دی ،خو په غبرګون کې نوموړي پرون پر خپل ټویټر لیکلي :چې په هیڅ صورت یې پر ایران د برید لغوه کېدو خبره نه ده کړې، بلکې لومړی خبرې کوي بیا د برید په تړاو تصمیم نیسي.

د یادولو ده تېره ورځ ټرمپ ویلي وو، چې پر ایران به د بندیزونو نوی او سخت پړاو هم پيل کړي.