fbpx

په تېرو شپږو کلونو کې له هرو درېیو افغانانو یو یې کډوال شوی دی

خبریال وېبپاڼه / ۲۴ جون ۲۰۱۹ – د کډوالو چارو وزارت د نړیوال سازمان د بېځایه کېدونکو د تعقیب سیستم د وروستي خپور شوي راپور له مخې وایي چې په افغانستان کې په شپږو وروستیو کلونو کې له هر درېيو افغانانو یو کس کډوال او یا بېځایه شوی دی.

دغه راپور د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په خبري کنفرانس کې په ډاګه کړ.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) رئیس هارټ لورانس بیا ویلي، په شپږو کلونو کې ۳.۵ میلیونه افغانان د وسله والو جګړو، له بشري حقونو څخه د سرغړونو او یا طبیعي پېښو له امله په کور دننه بېځایه شوي دي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان د معلوماتو پربنسټ، يواځې په ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کلونو کې په اټکليزه توګه له يو ميليون څخه زيات افغانان په هر کال کې بېځايه شوي دي.

د هارټ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۲ کال راهیسې ۲.۳ میلیونه افغانانو هېواد پرېښى چې ۶۵ سلنه ایران ته، ۲۲ سلنه پاکستان او ۱۲ سلنه اروپایې هېوادونو او ترکيې ته تللي چې پر هغوى د هېوادونو له خوا د راستنېدو لپاره فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي.

د معلوماتو پر بنسټ په میلیونونه افغان کډوال د افغانستان په ګاونډ ایران او په پاکستان کې مېشت دي چې دوی هم پخوا د جګړو، غربت له امله پاکستان ته کډه شوي او لاهم په دې هېواد کې د مهاجرت ژوند تېروی. خو په زیاته انداره یې بېرته خپل هېواد ته د راسنتنیدو په حال کې دي.

د غه راز افغان کډوالو په تړاو تېره دوشنبه په اسلام اباد کې د ا فغانستان او ایران وزیران سره راټول شوي وو او هلته یې څلور اخیره غونډه جوړه کړې وه، چې په دغې غونډه کې هم د کډوالو په ستونزو او د قانوني وخت پر ورکړې خبرې شوې وې.

د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان د صوبو او سرحدي سیمو وزیر شهریار خان افریدي له پورته یادو کسانو سره په اسلام اباد کې جلا جلا لیدنې هم کړې وې او د افغان کډوالو په اړه یې سره خبرې کړې دي.

د کره معلوماتو له مخې په پاکستان کې شاوخوا ۱.۴ میلیونه ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي چې د اوسېدو موده یې د روان میلادي کال د جون میاشتې تر ۳۰مې وروسته پای ته رسېږي او ۸۸۰۰۰۰ نور افغانان ثبت شوي خو د کډوالۍ کارتونه نه لري.

 ملګري ملتونه وايي، سږ کال د مارچ میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۷۰۰ افغان کډوال له پاکستان خپل هېواد افغانستان ته ستانه شوي دي.

 د یادولو ده تېر کال، ۲۷۰۰۰ تنه افغان کډوال له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.