fbpx

په نړیوال جام کې نن غرمه افغان اتلان د بنګله دېش خلاف لوبېږي

خبریال وېبپاڼه/ ۲۴ جون ۲۰۱۹ – د کرکټ نړیوال جام په دوام نن د افغانستان ملي لوبډله په خپله اوومه سیالۍ کې د بنګله دېش ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان پر وخت غرمه دوه بجې د سیالۍ ډګر ته وځي.

د کرکټ روان نړیوال جام نږدې میاشت وړاندې د مۍ پر ۳۰ مه نېټه د انګلستان او ویلز په کوربه توب پیل شوی دی چې افغانستان پکې خپلې شپږ واړه سیالۍ بایللې او له دویم پړام نیمه پایلوبې څخه پاتې شو.

بلخوا د بنګله دېش ملي لوبډلې په روان نړیوال جام کې دوه سیالۍ ګټلي دي، د دې لوبډلې نیمه پای لوبې ته د تګ امکان په هغه صورت کې شته چې پاتې ټولې سیالۍ په پرلپسې توګه وګټي .

د غه راز د جون پر ۲۲ مه افغان لوبډلې په خپله شپږمه لوبه کې له هندۍ لوبډلې سره کلک مقاومت وکړ او هغه سیالي یې په وروستي اور کې په ۱۱ منډو باندې وبایلله.

ننۍ سیالي د افغانستان لپاره ترټول زیاته مهمه ده یو خوا یې بنګله دېش کلک سیالی دی، بلخوا افغان لوبډلې په پرلپسې توګه شپږ سیالۍ بایللې دي او د لومړنۍ بریا په انتظار دی.

د سوت امپټن ښار هوا د تيري لوبي سره توپير لري او شاید د نن لوبي په مينځ کي باران وشي، او همدارنګه د ټولي لوبي په جريان کي به وريځ هم وي.

د نړیوالو مبصرینو پر وینا پیچ ته په کتو سره که هره لوبډله پچه یا ټاس ګټي نو لومړی دې توپ وهنه ترسره کړی.

افغان لوبډلمشر ګلبدین ناسب هم هیله ښودلې چې نن به سیالي له بنګله دېشۍ لوبډلې څخه ګټي، هغه ویلي نن به لوبه بل ډول وي لوبغاړي قوي مرال لاهم له ځان سره لري او د ګټې چانس یې په زیاته اندازه شته.

بل طرف د بنګله دېش لوبډلې مشر روزونکی وایې چې د افغانستان لوبډلط ته احترام لري، خو ډاریږو ترې نه.

بلخوا پېژندل شوی افغان تجار سید جلال اغا وایې که افغان اتلان نن له بنګله دېشۍ لوبډلې لوبه وګټي نو ۱۲۰ زره امریکایې ډالر او که له پاکستانه يې وګټي نو ۲۰۰ زره ډالر انعام به افغان لوبغاړو ته ورکړي.

افغان سوداګر سید جلال اغا وایې دا نغدي جایزه یې د لوبغاړو د هڅونې او د تشویق لپاره ټاکلې ده.د ده پر وینا په لوبغالي کې د افغانستان بیرغ رپېدل ورته د نړیوال جام ګټل او هرڅه دي.