fbpx

په ۲۰۱۸ کال کې ۴۷۲۵۰ افغانانو په اروپا کې پناه غوښتې

خبریال وېبپاڼه / ۲۳ جون ۲۰۱۹ـ د اروپايي اتحادیې د پناه ورکولو چارو اداره وايي چې په تېر ۲۰۱۸ کال کې ۴۷۲۵۰ افغانانو د دې اتحادیې په غړو  هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د دې ادارې په وینا په اروپا کې د پناه غوښتنه د سوریه وګړو ډېره کړې چې شمېر یې ۸۵۰۰۰ ته رسېږي او ورپسې په دویم مقام کې افغانان دي.

د معلوماتو له مخې په تېر میلادي کال کې ۶۶۵ زره کسانو له اروپایي هېوادونو د پناه اخیستو غوښتنې کړي چې د ۲۰۱۷ کال په نسبت لس سلنه کموالی ښیي.

هغه اروپايي هېوادونو چې ډېر کډوال ور مات شوي دي، جرمني، فرانسه، یونان، اېټالیا او هسپانیا دي.

بلخوا افغان چارواکي هم تائیدوي چې د جګړو او نورو ستونزو له کبله ډېر افغانان بهر او په هېواد کې دننه کډوال شوي دي چې د تېرو شپږو کلونو د سروې ګانو له مخې شمېر یې ۶ میلیونو کسانو ته رسېږي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۲ میلیونه افغانان له هېواد څخه وتلي او پاتې نور یې بیا د مختلفو عواملو له کبله په کور دننه کډ‌وال شوي دي.

یاد وزارت که له یوې خوا مني چې ډېرو افغانانو خپلې مېنې پرېښي او کډوالۍ ته یې مخه کړې، وايي چې ۳ میلیونه افغان کډوال په تېرو ۶ کلونو کې بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د کډوالۍ مهم عوامل جګړه، بې کاري او یو شمېر نورې ټولنیزې ستونزې دي چې ډېر خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

په کور دننه او بهر ته تللي افغان کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي چې د یو شمېر خيریه موسسو له مرستو سره بیا یې هم د ژوند لومړنۍ ستونزې نه دي حل شوي. بهر ته تللي کډوال د کډوالو په کمپونو او په کور دننه کډوال بیا په خیمو کې ژوند کوي چې د ژوند له ډېرو لومړنیو امکاناتو هم محروم دي.