fbpx

رحماني د ولسي جرګې رئیس نه شو، بیا ټاکنې کېږي

خبریال وېبپاڼه/ ۲۴ جون ۲۰۱۹ـ د ولسي جرګې د ریاست په سر اوږد جنجال پای ته ورسېد او د دې جرګې غړو پرېکړه وکړه چې میرالرحمان رحماني به د ولسي جرګې مشر نه وي او د ریاست د څوکۍ لپاره به بیا ټاکنې کېږي.

د مۍ مياشتې په اتلسمه د ولسي جرګې د رئيس د ټاکلو لپاره ټاکنې وشوې چې ریاست ته میرالرحمان رحماني او کمال ناصر اصولي نوماندان وو، موقت رئیس عطامحمد دهقانپور میرالرحمان رحماني د ولسي جرګې رئیس اعلان کړ، خو وروسته کمال ناصر اصولي او یو شمېر نورو نوماندانو دغه پرېکړه و نه منله او ادعا یې وکړه چې رحماني ۵۰+۱ رايې نه دي پوره کړي او یوه رایه یې کمه ده. له هماغې ورځې وروسته رحماني ته اجازه ور نه کړل شوه چې د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ کېني.

رحماني او پلویانو یې ډېره هڅه وکړه چې د ولسي جرګې ریاست ترلاسه کړي، خو د تاوتریخوالي سره ـ سره بیا هم په دې بریالي نه شول چې نوموړی د ولسي جرګې رئیس شي.

رحماني د ولسي جرګې ریاست ته د رسېدو په خاطر ډېرې روپۍ مصرفې کړې او په دې خاطر هم په اسانه دې ته تیار نه شو چې د ریاست څوکۍ له لاسه ورکړي.

د شمېرل شویو رایو له مخې رحماني باید ۱۲۴ رایې د ریاست ګټلو په خاطر اخیستې وای، خو نوموړی په ۱۲۳ رایو د موقت رئیس لخوا د ولسي جرګې رئیس اعلان شو، وروسته یوه داسې رایه هم رامخکې شوه چې رحماني ته ورکړل شوې وه، خو لاندې یې یو ټکی هم و. په دې رایه تر ډېر جنجال وروسته د ولسي جرګې غړو نن ټاکنې وکړې چې د جرګې اکثریت غړو رای باطله وبلله او سبا به نور نوماندان د ریاست لپاره ټاکنې کوي.

په نننۍ ټاکنو کې میرالرحمان رحماني د ۹۰ تائید، ۱۲۰ مخالفو، ۳ سپینو او ۱۶ باطلو رایو په اخیستلو سره د ولسي جرګې له ریاست څخه محروم شو، خو داسې هم ویل کېږي چې نوموړي ته د بیا نوماندېدو حق هم ورکړل شوی دی.