fbpx

بنجاره / پير محمد کاروان

بنجاره یم تش تارونه خرڅومه

د ګریوان تڼۍ مې پرې سره له تاره

په اغزیو کې پښې یبلې وهم لاره

د څپلۍ غربي مې پرې ځمه پښې لوڅې

په تڼاکو کې مې ماتې ښیښې لوڅې

سل تسبې دانې دانې دي داسې کار دی

چې پرون یې ناڅاپي پرې شوی تار دی

اخ بېګا د هغه هم تارونه پرې دي

د رباب مې زیروبم تارونه پرې دي

ما رباب ته وې له زړه نه مې زنګ توږه

غریب غلی و بې غږه او بې غوږه

ملامت نه و بې تاره به یې څه وې

که تارونه یې وای ماته یې خواږه وې

نیمه شپه پېښه را وکړه بلبلکې

په نغمو یې ګوتې کېښودې نازکې

سُر و تال یې زنګولمه په ټال کې

جنتونو ته یې وړی وم په خیال کې

راته وې یې تل به تا سره غږېږم

د رباب په تش کچکول کې به اوسېږم

ما وې ډېره ښه ده دا خو به خوند وکړي

اوس اغزن دی خو ګلونه به ژوند وکړي

بې تڼۍ ګرېوان مې بند کړ په اغزیو

د ګلونو په همزولیو ګلالیو

دوی ویل راته د زړه ګلاب دې ساتو

د خوشبویه نغمو دا کتاب دې ساتو

ما ویل ورته چې ډېره ښه ده راشئ

زما اوښکې پر سر واخلئ په خندا شئ

د تسبو هرې دانې وې ما سمبال کړه

له خپل زړه نه راته جوړ نرم دسمال کړه

ما هم داسې له تسبو سره هم وکړل

پرې تسبې وې که وای ورکې ما به څه کړل

بل نظر مې د تڼاکو په طرف وو

په ورغوي کې یې جوړ راته صف صف وو

دوی ویل راته د مینې رب دې ستایه

که تسبې نه وي پر مونږ الاهو وایه

اوس مې پیل په تڼاکو الاهو دي

اخ د درد خواږه خواږه په کې لاهو دي

ځم روان یمه د ژوند پر لویه لاره

د ګرېوان تڼۍ مې پرې سره له تاره

لړمان او نه مارونه خرڅومه

بنجاره یم تش تارونه خرڅومه

ډکې ډکې له تارونو مې ځولۍ دي

که تڼۍ تسبې مو پرې یا مو څپلۍ دي

که غلطانې مرغلرې مو بې تاره

ګرځوئ یې چې په لپه کې بې هاره

یا مو تار د رباب پرې یا د ستار وي

دا تارونه به مو خامخا په کار وي

هم یې بیه بې بها ده هم وړیا دي

هغه دا چې په یوه سِکه موسکا دي

رانه تار واخلئ چې تار سره پیدا کړو

له یوه زړه نه بل ته لار سره پیدا کړو