fbpx

ولسمشر غني سبا پنجشنبه پاکستان ته ځي

خبریال وېبپاڼه / ۲۶ جون ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه سبا پنجشنبه د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته ځي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ پاکستان ته د مهم سفر په اړه د مدني ټولنو له غړو، پوهانو، سیاستوالو او قومي مشران سره سلا مشورې کړې دي.

غني زیاتوي پاکستان ترې په ځلونو ځلونو دې هېواد ته د سفر غوښتنه کړې وه، خو ده هېڅ نه وه منلي او دا ځل یې هم د سولې مشورتي لویې جرګې په غوښتنه د پاکستان غوښتنه منلې او د تګ خبر یې ورکړی دی.

د ولسمشر غني په وینا په دې سفر کې به له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړي. چې له جملې په سیمه ییز اتصال، سوله، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او سوداګریزې همکارۍ به د بحث مهم موضوعات وي.

ولسمشر غني په داسې حال کې پاکستان ته د تګ خبر ورکړی دی چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ډېره کړې ده .

څه وخت وړاندې د مۍ میاشتې پر پنځمه نېټه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلفوني خبرو کې ژمنه کړې وه چې د سولې او ثبات په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو یو.

خو دا به وروسته معلومه شي چې د ولسمشر غني سره دا ژمنه پوره کوي کنه؟

د عمران خان او د ولسمشر غني ترمنځ د مۍ میاشت په وروستیو کې پر ټیلیفون تر بحث وروسته غني ته عمران خان رسمآ بلنه ورکړه، چې پر افغان سوله به ډېر بحث له نږدې وکړي تر څو سره یوې مثبتې نتیجې ته ورسېږي.

په افغانستان کې بیا ډیری سیاسي شنونکي وایې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ځل د افغانستان لپاره د موقت حکومت غوښتنه هم کړې وه، چې هغه وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ حالت ترینګلی شوی وو نو دا ځل دې هم ولسمشر پام وکړي.

د یادولو ده د ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته
دا دوهم سفر دی، له دې وړاندې غني د لومړي ځل لپاره واک ته د رسېدو سره سم په (۲۰۱۴) کال کې پاکستان ته سفر کړی ووو.