fbpx

په افغانستان کې دوه امریکایي سرتېري وژل شوي

خبریال وېبپاڼه / ۲۶ جون ۲۰۱۹ – د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره وځ په افعانستان کې دوه امریکایې سرتېري وژل شوي دي خو د هویت په اړه یې لاهم معلومات نه دې خپاره شوي.

په ټوله کې له دې دوه امریکایې ځواکونو سره په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي ځواکونو شمېر شپږو کسانو ته رسېږي.

د افغانستان په روانه ۱۸ کلنه جګړه کې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکایي عسکر وژل شوي دي، خو لا هم امریکا نه ده بریالۍ شوې، چې دلته د ترهګرۍ جرړې ختمې کړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر اته زرو ته راټیټ کړي.

ډونالډ ټرمپ له یوې مجلې سره په خپلو خبرو کې ویلي په افغانستان کې به خپل ځواکونه راکم کړي. هغه ویلي په افغانستان کې اوسمهال حالت سم لورته روان دي نو له همدې امله یې د ځواکونو راکمولو خبر ورکړی دی.

امریکا هغه هېواد دی چې له ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه پورې د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو څه دپاسه ٨۴ میلیارده ډالر لگولي او لاهم په افغانستان کې په زرګونه پوځیان لري.