fbpx

په بلوچستان کې د پولیسو پر یوه مرکز زبردست برید شوی

خبریال وېبپاڼه / ۲۶ جون ۲۰۱۹ – د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د پولیسو پر یو روزنیز مرکز زبردست برید شوی، چې په پایله کې یو لوړ پوړی پاکستانی پولیس هلاک شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن سهار د بلوچستان ایلات په لورلایې سیمه کې رامنځته شوې ده .د معلوماتو له مخې په دې مرکز درې ځانمرګو بریدګرو برید کړی وو .

په پاکستان کې د پولیسو د دې مرکز یوه مشر ویلي دي چې لومړني ځانمرګي بریدګر د روزنځای په دروازه کې ځانته چاودنه ورکړې. او پاتې دوو نورو یې بیا دننه د پولیسو پر مرکز کې ځانته چاودنې ورکړي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې د پېښې له ځایه پنځه نور ملکي وګړي هم روغتون ته انتقال شوي دي.

په سیمه کې خلک وایې د یادې پېښې تلفات ډېر وو، حکومت نه غواړي چې له رسنیو سره یې شریک کړي دوی وایې د برید غږ تر لېرېو پرتو سیمو هم رسېدلی دی او د یادې ودانۍ ډیری برخې نړېدلي هم دي.

د دغه برید مسوولیت یوځل بیا د «تحریک طالبان پاکستان» په غاړه اخیستې دی دغه ډله په پرلپسې توګه پاکستاني پوځیانو ته ګواښونه کوي وایې چې خپل غچ به په بریدون ورځیني اخلي.

له دې وړاندې په تېره مۍ میاشت کې هم په ګوادر سیمه کې پر یوه پنځه ستوریز هوټل د وسله والو په برید کې درې امنیتي سرتېري هلاک شوي وو.

په پاکستان کې د مسلسل دریو میاشتو را هیسې تحریک طالبان ډله د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې سخت سخت بریدونه کوي، چې په لسګونه پاکستاني پوځیان یې هلاک کړي دي.