fbpx

ولې جنايتکاران له نيولو وروسته خوشې کېږي؟

خبریال وېبپاڼه / ۲۶ جون ۲۰۱۹- افغان امنيتي ځواکونه په سختۍ هغه کسان نيسي چې په جرمونو او جنايتونو متهم وي، خو بېرته د سياسي فشارونو له کبله ژر ازادېږي. نظام الدين قيصاري، عبدالغني علي پور او اوس عبدالحميد خراساني يې هغه بېلګې دي چې له نيولو وروسته افغان حکومت ازاد کړي دي.
قيصاري د دوستم کس و، په څو شمالي ولايتونو کې يې خپله پادشاهي چلوله، د ظلمونو او جنايتونو کيسې يې مشهورې وي چې په همدې خاطر حکومت ونيو او زندان ته يې ولېږه، خو د دوستم په راتګ او له حکومت سره له جوړجاړي وروسته نوموړى له بنده ازاد شو او دوستم خېلو يې د ګلان په امېلونو هرکلى وکړ. د نوموړي د نيولو پر مهال څو سرتېري ټپيان او څو نور يې شهيدان هم شول.
بل کس هزاره عبدالغني علي پور و چې له نيولو وروسته يې هزاره توکمو په کابل کې ستر لاريونونه وکړل او عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ته يې ډېر زيانونه واړول، ان په دشتې برچي کې يې امنيتي پوستې وسوځولې او افغان سرتېري يې زخميان کړل، خو علي پور هم په يوه وېډېو کې بښنه وغوښته او ژمنه يې وکړه چې نور به جرم نه کوي، په همدې سره ازاد شو.
عبدالحميد خراساني چې د افغانستان ملي بيرغ يې سوځولى و، حکومت او ولسمشر ته يې سپکې سپورې وېلې وې او د کورنيو چارو وزارت په وينا ستر مجرم و، ونيول شو. نوموړى د حنيف اتمر د ټاکنيزې ډلې هغې غونډې ته ور روان و چې د حکومت خلاف يې جوړه کړې، خو نوموړى مخکې له دې چې غونډې ته داخل شي، امنيتي ځواکونو ولچک کړ.
که څه هم د کورنيو چارو وزارت د خراساني ازادول نه دي تائيد کړي، خو داسې اوازې خپرې شوي چې نوموړي بيرغ ښکل کړى او د بښنې له غوښتلو وروسته ازاد شوى دى.
د ترهګرو او لنډغرو په نيولو کې افغان ځواکونه ډېرې خوارۍ باسي او قربانۍ ورکوي، خو له محاکمې مخکې يې ازادول او هغوى ته سزا نه ورکول، سبب کېږي چې نور جنايتکاران هم زړه غټ کړي او په دې باور چې ګنې دوى په اسانۍ له زندانه خلاصېداى شي، خپلو جرمونو ته دوام ورکړي.
اکثره جنايتکاران چې د سياسي رهبرانو ملاتړ له ځان سره لري، له همدې سياستوالو په استفادې ځان له سزا مبرأ کوي، خو شنونکي وايي، د جنايتکارانو نيول د حکومت په قوت او بېرته يې ژر خوشې کول د حکومت په ضعف دلالت کوي او په ولس کې د حکومت اعتبار ته زيان رسوي چې حکومت بايد د سياسي فشارونو په خاطر نور جنايتکاران خوشې نه کړي.

Your SEO optimized title page contents