fbpx

میرویس اشرف: افغانستان له سترو لوبډلو سره لوبو ته اړتیا لري

خبریال وېبپاڼه / ۲۶ جون ۲۰۱۹ – په نړیوال جام کې د اوو پرلپسې ماتو وروسته د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي میرویس اشرف ویلي افغانستان د سترو لوبډلو سره نورو ډیرو سیالیو ته اړتیا لري،ترڅو د هغوی سره د لوبې کولو تجربې حاصلې کړي.

د میرویس اشرف په وینا نړیوال جام کې ټولې قوي لوبډلې دي چې ماتول به یې د افغانستان لپاره ستونزمن وي.

د هغه په وینا مونږ باید دا په یاد ولرو چې نړیوال جام کې ټولې پیاوړې لوبډلې شتون لري، د هغوی په وړاندې بریا ترلاسه کول آسانه ندي او خلک هم باید د خپلې لوبډلې څخه دومره لوړې هیلې او تمې ونلري.

اشرف زیاته کړه سره ددې چې افغانستان ښې لوبې نه دي ترسره کړي،خو بیا یې هم ځینې لوبې د ستایلو وړ وې، نوموړي د هند او افعانستان لوبې ته آشاره وکړه چې افغانستان بریا ته نږدې شوی و،خو یوازې د یوولس منډو په توپیر یې بایلوده.

د میرویس اشرف په وینا چې په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د لوبو څخه داسې ښکاري چې یاده لوبډله د سترو ټیمونو سره نورو سیالیو ته اړتیا لري.

میرویس اشرف د راتلوونکي ۲۰۲۳ کال نړیوال جام په اړه وویل چې دا ځلې دغه جام د هند په کوربتوب ترسره کیږي او د انګلیستان په پرتله ددې ځای په ویشتنځایونو افغانستان څه نا څه بلدتیا لري، د نوموړي په خبره که افغانستان په دې راتلوونکو څلورو کالونو کې له سترو ټیمونو سره سیالۍ برابرې کړي، بیا به له دوی سره په لوبو کې ډیرې ستونزې ونلري او د تجربو څخه به برخمند وي.

د یادونې وړ ده چې میرویس اشرف د افغانستان لپاره ۴۶ یو ورځنۍ لوبې کړي چې ۴۶ ویکټې او ۳۸۷ منډې یې جوړې کړي دي. نوموړي د ۲۰۱۶ کال راهیسې د افغانستان لپاره نړیوالې لوبې نه دي ترسره کړي.

عزیزالله عزیزي