fbpx

پي ټي ایم: د بندیانو پوښتنه به د جرګو له لارې کوو

خبریال وېبپاڼه / ۲۶ جون ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایې دوی به د خپلو هغه بندیانو پوښتنه کوي کوم چې د پاکستاني ریاست له لورې په زندانونو کې بند دي او دا ډول ستونزې به د لویو لویو جرګو له لارې حل کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا خبره په داسې حال کې کوي چې د دې غورځنګ دوه مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ پاکستاني ریاست نیولي او د پېښور په مرکزي زندان کې دامهال او شپې او ورځې سبا کوي.

پاکستاني ریاست د( پي ټي ایم ) دا دوه مخکښ غړي په دې تورن کړي دي چې د خړ کمر په سیمه کې پر پوځیانو یې برید کړی،خو دا ادعاوې په حقیقت کې بې بنسټه دي هلته په پاکستان کې فعالان وایې دواړه مخکښ مشران یې د دې لپاره په بند محکوم کړي چې ولې د پښتون قام لپاره د حق غوښتنه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې یوازینۍ زړوره ډله ده چې د پښتنو لپاره یې هر اړخیزه مبارزه پیل کړې ده. دوی د پاکستاني پوځ د ظلمونو، د پوځ له خوا د ترهګرو د روزلو او د پښتنو پر کورونو او بازارانو د پوځیانو د بمونو د غورځولو خلاف ناره پورته کړې.

د دې غورځنګ ځیني غړي وایې پاکستانی ریاست د غورځنګ د ختمولو او د ځپلو لپاره پلمې لټوي چې په دې ووروستیو کې ټولې نړۍ ته معلومه شوه چې د پي ټي ایم مخکښ مشران او نور غړي یې د تحریک ختمولو په پار نیولي دي.

بلخوا څو وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو چې د خړ کمر له پېښې وروسته پاکستاني ریاست د پي ټي ایم مشرانو پر وړاندې سخت اقدامات پیل کړي دي.

هغه وایې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو پر ضد سخت اقدامات پیل شوي دي. او د محسن داوړ او علي وزیر د نیول کېدلو وروسته د نورو نیولو هڅه هم روانه ده.

منظور پښتین زیاتوي ریاست اول د احتجاجونو ختمول غوښتل خو اوس د تحریک ختمول غواړي.

دا مهال محسن داوړ او علي وزیر د پېښور په مرکزي زندان کې شتون لري. دوه ورځې وړاندې علي وزیر او محسن داوړ د بنو ځای محکمې ته هم وړاندې شوي و چې بیا وروسته بېرته مرکزي زندان ته داخل شو.

محسن داوړ او علي وزیر هغه وخت ونیول شول کله چې په خړ کمر سیمه کې د (پي ټي ایم) پر غړو پاکستاني ریاست ناڅاپه برید وکړ چې له ډلې علي وزیر په لومړۍ ورځ ونیول شو او محسن داوړ له څو ورځو احتجاج کولو وروسته په خپله پولیسو ته تسلیم شو.

بلخوا پاکستاني ریاست په علي وزیر او محسن داوړ تور پورې کړی دی چې دواړو د خپلو پلویانو په مرسته پر پوځیانو برید کړی وو، چې په نتیجه کې هغه وخت پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

خو له زنداني کېدو وړاندې محسن داوړ او علي وزیر د پاکستاني پوځ ټول تورونه بې بنسټه وبلل دوی وویل” د خړ کمر په پېښه کې د پي ټي ایم ۱۳ تنه غړي شهیدان او ۴۵ نور ټپیان شوي وو.

Loading...