fbpx

افغانستان، زمبابوې او بنګله دېش په یو سیریز کې سره لوبېږی

خبریال وېبپاڼه / ۲۶ جون ۲۰۱۹ – د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سږني (۲۰۱۹) کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو لوبلړۍ په موخه بنګله دېش ته ځي.

د کرکټ بورډ د خبر پاڼې له مخې په دغې سفر کې به افغان لوبډله لومړی د بنګله دېش پر وړاندې د ټېسټ یوه سیالي وکړي، له هغې وروسته به په درې اړخیزه سیریز کې د زمبابوې او بنګله دېش پر وړاندې دوه – دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې په دغو لوبو کې به دوه مخکښې لوبډلې د دې سیالیو پای لوبې ته لار پیداکړي.

افغان کرکټ بورډ په یوې خپره کړې خبر پاڼه کې لیکلي دي ،چي د دې سیریز وړاندي به افغان لوبډله خپله دریمه تاريخي ټیسټ لوبه د بنګله دېش خلاف ترسره کړي او وروسته به درې اړخیزه لوبلړۍ هم پیل شي .

د ټېسټ لوبې په ګډون د یادو سیالیو لړۍ به د سپټمبر په شپږمه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ومومي.

له یادو سیالیو وروسته به افغان ملي لوبډله هند ته ولاړه شي او هلته به په نومبر میاشت کې په خپل کوربه توب د هند په لوبغالو کې د ویسټ انډیز خلاف یوه ټېسټ، د شل اوریزو سیریز او د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ هم ترسره کړي.

د کرکټ بورډ پر وینا د افغانستان الف ملي لوبډله به هم د راتلونکي جولای میاشتي له پیل تر پایه د بنګله دېش الف لوبډلي پر وړاندي په یاد هيواد کي دوه څلور-ورځنۍ فرسټ کلاس او پنځه یو ورځنۍ (لېسټ اې) لوبي ترسره کړي.

اوسمهال افغان ملي لوبډله د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې مصروفه
ده او هلته یې په مسلسله توګه اووه ماتې خوړلي دي.