ټرمپ‌:‌ برادر سره مې ‌خبري ‌وکړې تاوتریخوالی نه غواړو

خبریال ډاټ کام / ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ومنله چې د طالبانو د کوټي شورا له استازي او د قطر د دفتر له مشر ملا برادر سره یې تلیفوني خبريکړي دي‌.

ښاغلي ټرمپ وویل :

نن مې د طالبانو له مشر سره خبرې وکړې، مونږ ښه خبرې درلودېتاوتریخوالی نه غواړو او وگورو چې څه کیږي“.

خبریالان وايي چې د ټرمپ په دا لږ خبرو کې پراخ پیغام پټ دی چې د نوموړي هغه وینا تکراروي چې که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته لاس ورواچوي ، نو امریکا به سخت ځواب ورکړي .

تېره ورځ د طالبانو ویاندو یانو هم دا خبره کوله چې ټرمپ او ملا برادر خبريسره کړې دي .

ددغه خپرو پر مهال چې ټرمپاو ملا برادر سره کولې د امریکاد مذاکراتي ټیم مشر زلمی خلیلزاد او د کوټي شورا ځینينور استازيهم موجود وو.

دافغانستان لویه برخه ولس تېره ورځ هغه مهال په طالبانو پسيخوله را پرانیستله چې هغوی د افغانانو خلاف د بریدونو غږ وکړ.‌

نن دافغانستان په بیلا بلو ښارونو کې امریکا ييپوځیان په آزادانه ډول ګرزېدل او له کوميوېرياو ډار پرته یې په کندهار او ځینو نورو سیمو کې پیاده تګ کاوه .

دامریکا او طالبانو تر منځ د سوليهوکړه د تېريفبروريمیاشتي پر ۲۹ نېټه په دوحه کې لاس لیک شوه .

دهغې هکړيله مخياوس طالبان او امریکا یان سره جوړ شوي ،خو افغان حکومت لا له طالبانو سره جوړجاړيته نه دی رسېدلی .

د طالبانو او ډونالډ ټرمپترمنځ خبرو ته لا تر اوسه افغان حکومت غبرګونه دی ښودلی ، خو ولسمشر غنيلا له وړانديویلي ديچې د زندانیانو خوشيکېدل دامریکا د حکومت نه بلکه دافغان حکومت پرېکړه ده .

د طالبانو او امریکا یانو ترمڼخ د سوليد شوې هوکړي له مخي به دواړه غاړيیو پر بل بریدونه نه کوياو په سوله ایزه فضا کې به ژوند سره کوي ، خو په لویه کې دا سوله ایزه فضا دعامو افغانانو او هم دا ډول دافغان امنیتي ځواکونو لپآره بدله ده .

طالبان د خپلو زندانیانو د خلاصون غوښتنه کوي ، او هم دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي هم کړې وه ، خو نن افغان حکومت د قریشي د مدا خلې او طالبانو سره د پاکستان د خواخوږيخلاف پاکستان سفارت ته یو احتجاجي لیک وسپاره .

طالبان وايي ټرمپ ‌او ملا برادر لمړنۍ تلیفوني ‌خبري ‌وکړې
کندهار کې نن امریکا یان په آزاده پښه بازار کې ګرځېدل
غني: که طالبان شرطونه لري، زمونږ شرط هم دادی چې دوی کله له…
د طالبانو خواخوږې رسنۍ ولي ‌پي تي ایم ته ګونګۍ دي‌؟
ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More