fbpx

محسن داوړ او علي وزير د هريپور زندان ته بدل شو

خبريال وېبپاڼه / ۲۹ جون ۲۰۱۹ – پېښور: د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزير له پېښور زندان څخه د هريپور زندان ته لېږل شوي دي، چې دا کار د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو غندلی دی.

د شمالي وزيرستان په خړ کمر پېښه کې د پاکستان پوځ علي وزير او محسن داوړ تورن کړل او دواړه يې ونيول، پاکستاني پوځ ويل چې دوی د پوځيانو په پوسته برید کړی او غوښتل يې چې ترهګر خوشې کړي، خو کومې ويډيوګانې چې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې، له هغه ښکاره شوه چې پوځ په بې وسلو پښتنو ډزې کړې وې چې ۱۴ کسان پکې شهيدان او تر پنځوس زيات يې پکې ټپيان کړل.

همدا راز علي وزير په زندان کې يو کس ته دا هم ويلي و چې پوځ په اصل کې غوښتل چې دی ووژني، خو دی له وژلو ژغورل شوی و او بيا چې کله ژوندی پاتې شو نو پوځ ونيوه.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ مشر دا حق لري چې د اسمبلۍ هر غړی په کوم تور کې ونيول شي، نو د هغه په حکم اسمبلۍ ته وړاندې کېدای شي، که څه هم اصف علي زرداري او نور خلک د هغه په حکم اسمبلۍ ته وړاندې شول خو محسن داوړ او علي وزير وړاندې نه شول. په دې اړه د قامي اسمبلۍ د مشر يوه ويډيو راغلې وه، چې هغه پکې ويلي و چې دی دا صلاحيت نه لري چې دا دواړه اسمبلۍ ته راوغواړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ کومو غړيو چې په زندان کې له علي وزير او محسن داوړ سره ليدلي و، هغوی وايي چې دوی ته په زندان کې هغه حق هم نه دی ورکړل شوی، کوم چې يو عادي زنداني ته ورکول کېږي. دوی وايي چې دواړه له هر ډول حقوقو ليرې ساتل شوي دي او د دې هر څه لامل دا دی چې پوځ دا هڅه کوي چې دوی له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه واړوي چې خپله مبارزه پرېږدي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او پلويانو ويلي، چې دوی به تر مرګه پورې د پاکستان د پوځ او رياست پر وړاندې ولاړ وي او د خپلو حقونو له مبارزې به په هېڅ حالت کې لاس وانخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او پلويان له ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو څخه غوښتنه کوي چې د محسن داوړ او علي وزير لپاره دې غږ پورته کړي او د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې دې ودرېږي.