fbpx

ګوګل مېپ به مو اوس له بېروباره هم خبروي

خبريال وېبپاڼه / ۳۰ جون ۲۰۱۹: د ګوګل ايپ (ګوګل مېپ) د لارو د ښودلو نه وروسته اوس به تاسو له بېروباره هم خبروي. که تاسې په کومه لاره سفر کوئ او تاسې په دې نه يئ خبر، چې تاسې په کوم بس يا اورګاډي کې سفر کوئ نو هلته به څومره بېروبار وي، نو اوس به مو له دې هر څه نه ګوګل مېپ خبروي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۷ کې هم يو فيچر وړاندې شوی چې د هغه له مخې خلکو دا معلومولی شو چې په رسټورانټ يا هم په دوکانونو کې څومره بېروبار دی.

د ګوګل مېپ د دې فيچر له کارولو سره به تاسې دا معلومه کړای شئ، چې په کومه لاره تاسې سفر کوئ، په هغه لاره په اورګاډي يا په بس کې څومره بېروبار دی.

ګوګل غواړي چې دا په لومړي ځل په سډني ښار کې تجربه کړي، تر هغه وروسته به دا د نړۍ په ۲۰۰ ښارونو کې خلک کارولی شي، چې په دغه ښارونو کې د امريکا تر څنګ لاس اېنجلس، نيويارک، پورټ لېنډ او بی ايريا د يادونې وړ دي، دا به په دغه ځايونو کې په ۴۶ د اورګاډو او بسونو په تمځای کې کارول کېدای شي او د انډرويډ او ايي فون کارونکي به ترې ګټه ترلاسه کوي.ګوګل مېپ ۱

ګوګل مېپ له سهار ۶ څخه تر ۱۰ بجو پورې د خلکو يو راپور جوړ کړی او په هغه يې بيا تجربه کړې ده، چې له هغه دوی معلومه کړه چې اوس مهال ډېر بېروبار په کوم ځای کې وي، دوی وايي چې ډېر بېروبار په بيونس ایریس، ساو پالو، پيرس، ټوکيو او نيويارک کې په اورګاډو کې وي.

همدا راز ګوګل مېپ به خپلو کاروونکو ته د دغه ۲۰۰ ښارونو د اورګاډو د ناوخته راتګ معلومات هم ورکوي. همدا راز د بسونو د اصلي راتګ وخت به هم دوی خلکو ته ورکوي. که چېرته تاسې کوم اورګاډي يا بس ته په تمه يئ، نو د ګوګل مېپ په مرسته به تاسو وګورئ، چې دا اورګاډی او بس په کومه لار راوان دی، چرته چرته ودرېږي او په څومره وخت کې به ستاسو خواته راورسېږي.

Loading...