fbpx

عاليه بټ اوس له یوټیوب هم پېسې ګټي

خبریال وېبپاڼه / ۳۰ جون ۲۰۱۹ – ممبۍ: د هندي فلمونو نوموتې او ښایستوکې ستورې به اوس نه یوازې دا چې په یوټیوب هم خلکو ته خوندورې ويډيوګانې جوړوي، بلکې اوس به له يوټیوب څخه پېسې هم ګټي.

په ټولنيزو رسنيو کې عالیه بټ تر انسټاګرام او ټويټر وروسته اوس يو قدم نوره مخکې تللې او خپل يوټيوب چېنل يې هم جوړ کړ، نوموړې به اوس د فلمونو تر څنګ د یوټیوب لپاره هم ويډيوګانې جوړوي او د هغې مينه وال به په يوټيوب د عالیه بټ په چېنل هم اوس د هغې ويډيوګانې ګوري.

عالیه بټ د خپل يوټيوب چېنل جوړولو اعلان په خپل ټويټر اکاونټ وکړ او شاوخوا دوه نيمې دقيقې يوه لومړۍ ويډيو يې هم له مينه والو سره شریکه کړه. نوموړې په دغه ويډيو کې تر سینمايي پردې شاته په خپل ژوند خبرې وکړې او د خپل ژوند ځينې خوندورې کيسې يې له مينه والو سره شريکې کړې او همدا راز دا يې هم وويل چې د فلم د ثبت پر مهال څومره خوشحاله وي.

عاليه بټ د يوټيوب چېنل د جوړولو لامل په اړه وايي، چې په ټويټر او انسټاګرام کې يې خپل بخت ازمایلی دی، خو اوس غواړي چې د يوټيوب په نړۍ کې هم خپل بخت وازمايي. د عاليه بټ چېنل يوازې په يوه ورځ ۳۶۰ زره کسانو سبسکرایب کړی دی، همدا راز تر دې مهاله پورې دا چينل ۲.۲ ميليونو نه زیاتو کسانو سبسکرایب کړی دی.

تر عالیه بټ مخکې يوې بلې هندۍ فلمي ستورې پريانکا چوپړه هم په ۲۰۱۴ کال کې خپل يوټيوب چېنل جوړ کړی و، که څه هم هغه په يوټيوب باندې ډېره فعاله نه ده، همدا راز يوې بلې فلمي ستورې ګوهر خان هم خپل يوټيوب چېنل جوړ کړی دی چې اوس مهال يې د چېنل سبسکرایبر تر ۱۶ لکو زيات دي.

د يادونې وړ ده چې په يوټيوب ویډيوګانو خپرولو په لړ کې خلک ډېرې پېسې هم ګټي، چې په هند کې په لکونو کسان د يوټيوب لپاره ويډيوګانې جوړوي او بيا د خپلو ويډيوګانو له لارې پېسې ګټي.

د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې خلک په يوټيوب خپلې چېنلې مونيټايز کوي او له دغه لارې بيا پېسې هم ګټي، چې اوس په دغه برخه کې عالیه بټ هم غواړي چې د خپل چېنل له لارې هم له مينه والو سره ډېر څه شریک کړي او هم پېسې وګټي.