fbpx

اداکاري مې مسلمانۍ ته تاوان رسوي، نو ځکه فلمونه پرېږدم

په ٢٠١٦ کال کې د نوموتي ستوري عامر خان د بريالي فلم (دنګل) څخه د خپل فلمي ژوند سفر پيلوونکې ستورې زايره وسيم د هندۍ سينما د پرېښودو پرېکړه کړې ده.

نوموړې په خپل انسټاګرام په خپل يو پوسټ کې ويلي دي، چې فلمي ژوند يې د هغې مذهبي عقيدې ته تاوان رسوي، نو له همدې امله يې پرېکړه کړې ده چې نور په فلمي نړۍ کې کار ونکړي.

زايره وسيم په خپل انسټاګرام اکاونټ کې ليکلي:

((زما په هندي سينما کې پنځه کاله پوره شول او دا وخت زه دا هم منم چې زما د کار په بدل کې چې څومره پېژندګلوي ما ترلاسه کړې، زه په دې خوشحاله نه يم، له ډېر وخت راهيسې ماته داسې ښکارېده چې زه د يو څه جوړېدو لپاره مبارزه کوم، ما اوس د هغه شيانو پېدا کول محسوس کړي دي، د څه لپاره چې زه خپل وخت، هڅې او هر څه ځانګړي کول غواړم او په يوه نوي ډول د خپل ژوند برابرول غواړم.))

هغه زياتوي چې ((ماته داسې ښکارېده چې زه به دې فلمي نړۍ کې په سم ډول ځاى شم، خو زما تړون له دې ځاى سره نه دى، په دې نړۍ کې مې ډېره مينه، مرسته او ستاينه ترلاسه کړه، خو د دې هر څه سره بيا هم زه بې علمۍ په لور روانه وم، ځکه چې زه په بې خبرۍ کې د خپل ايمانه تېرېدونکې وم.))زايره وسيم ٢

زايره وسيم وايي: ((ما په پرلپسې ډول د خپلو خيالاتو او وجدان د صبرولو لپاره د خپل روح سره شخړه کوله، غوښتل چې مې چې په دې ډول خپل ايمان کلک کړم، خو زه ناکامه شوم او داسې يو ځل نه، په سلګونو ځل وشو. ما په يوه داسې ماحول کې کار کولو، چې په پرلپسې ډول يې زما په ايمان کې ګوتې وهلې، د کوم له امله چې زما له دين سره تړون د خطر پر لور روان و، خو ما دا هر څه شاته وغورځول او مخکې روانه وم او د ځان د پوهولو هڅه مې کوله چې زه هر څه سم ترسره کوم او له دې سره به زما ايمان ته هېڅ تاوان ونه رسېږي، خو دې هر څه زما د ژوند برکت او رحمت ورک کړ.))

اتلس کلنه فلمي ستورې وايي: ((برکت يوازې يو تورى نه دى چې معنا يې خوشحالي، شمېر او يا هم رحمت دى، بلکې دا خپل ټول پام متسحکم کول دي، چې ما د دې لپاره سخته مبارزه کوله.))

زايره وسيم زياتوي: ((په خپلې پرېکړې به زه کلکه ودرېږم او که دا زما لپاره هر څومره هم سخته وه، خو زه به يوه ورځ د يوه داسې شخصيت په ډول مخې ته راځم، چې مقصد يې د ځان بدلول وي او زه به ډېر زر دا بدلون ښکاره کړم، زه به له خپلو خيالاتو سره خپله شخړه روانه ساتم.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Zaira Wasim (@zairawasim_) on


هغه مخکې وايي: ((ژوند ډېر لږ دى، خو د ځان سره د شخړو لپاره بېخي اوږد دى، همدا لامل دى چې نن ما له ډېر فکر وروسته پرېکړه کړې ده او په جار د اداکارۍ او فلمي نړۍ پرېښودو اعلان کوم.))

زايره وسيم چې په لومړي ځل له عامر خان سره په (دنګل) فلم کې کار وکړ، نو تر هغه وروسته په يوه بل فلم (سيکرټ سپر سټار) کې هم د مرکزي رول په لوبولو سره راڅرګنده شوه، چې په دغه فلم کې هم عامر خان ورسره کار کړى و، خو اوس يې تازه د (سکاى از پنک) په نوم د فلم ثبت په بشپړېدو دى، چې په دغه فلم کې ورسره پريانکا چوپړه او فرحان اختر هم دي.

Loading...