fbpx

د طالب منطق؛ له امريکا سره سوله، خو افغان مسلمان وژنم

انسان حېران شو چې دا په کومه پېړۍ کې له کوم مخلوق سره مخ يو، د انسانيت، اسلاميت او هر دين نه خبره اوښتې ده، ځکه وحشت دې حد ته رسېدلى دى، چې نه دا خلک اسلام ته ګوري، نه انسانيت ته ګوري او نه هم کوم بل څه ته ګوري، خو چاودنې دي، وژنې دي او د ملت د تباه کولو لپاره يې هره دسيسه روانه کړې ده.

د طالب دې منطق ته وګورئ، له امريکا سره په يوه مېز ناست دي، هغوى سره په خندا او مسکا کې خبرې کوي، ساعت نه، ورځ نه، بلکې همدا اوس يې په قطر کې اووم پړاو روان دى، چې نن يې دريمه ورځ ده، خو دلته په کابل کې بيا افغان مسلمان وژني او هغه ته د ژوند کولو حق نه ورکوي.

د هغه وړو وړو ماشومانو د مياندو په زړونو به څه تېرېږي، چې سهار به يې په ډېره مينه خپل تنکي تنکي ماشومان له خوبه راويښ کړي وي، بيا به يې د ښوونځي لپاره تيار کړي وي او له هغه وروسته به يې ښوونځي ته په دې هيله لېږلي وي، چې دوى يو څه زده کوي، لويېږي به، د خپلې مور، پلار او هېواد ارمانونه به پوره کوي، د دې هېواد لپاره به کار کوي، د دې ولس درد به دوا کوي، خو هماغه ماشوم چې ښوونځي ته په لار روان وي، طالب راځي او هم ځان الوځوي او هم هغه ماشوم په وينو لت پت کوي.

تاسې د نن د کابل چاودنې انځورونه وګورئ، څومره امريکايان پکې وژل شوي دي؟ يو هم نه، ځکه چې دا بريد په امريکا نه و، دا بريد په بېچاره افغان انسان و، چې سهار د خپلې کور لپاره د يوې نمړۍ حلال رزق ګټلو لپاره راوتى و، چې سهار له کوره د ښوونځي لپاره راوتى و، چې سهار له کوره د مزدورۍ لپاره راوتى و.

حکومت هم لاس تر زنې ناست دى، يوازې شعارونه ورکوي چې (سر يې وهو، سنګر ترې نيسو) خو نه يې ترې سر وواهه او نه يې هم ترې سنګر ونيوه، حکومت ته پکار دي چې يوه لاره غوره کړي، که سوله کوي نو هم طالب ته دې په ډاګه ووايي، چې سوله کوو، خو که ستا له خوا ډز وشو، نو موږ دې په راکټ ولو.

داسې خو نه کېږي، چې زه دې يو چاته د سولې زارۍ کوم او هغه دې سهار او ماښام زما بېچاره ملت وژني.

حکومت لګيا دي وسلوال له زندانونو خوشې کوي، هغه کسان خوشې کوي چې د دې ملت په وينو يې لاسونه سره دي، هغه څوک چې بايد په دار وځړول شي، حکومت يې بېرته د وسلوالو ډلو ته ورلېږي، چې په ځواب کې يې هغوى بيا داسې بريدونه ترسره کوي.

طالب له امريکا سره سوله غواړي، خو افغان انسان وژني، دا چې د پاکستان ډالۍ نه ده نو د چا ده، ولسمشر غني پاکستان ته لاړ او د هغه له بېرته راتګ سره سم په کابل کې دومره خونړى بريد وشو، چې د کابل له هر ګوټ څخه خلکو واورېده. تر ليرې ليرې پورې يې ودانيو ته زيان ورساوه، شاوخوا سل تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، چې تنکي تنکي ماشومان هم پکې و.کابل چاودنه کې ماشومان

ملت بايد يوه لاره غوره کړي او په دې ځان پوه کړي چې دلته د اسلام او کفر جنګ نه دى روان، دلته د افغان انسان ټولوژنه روانه ده، هغه که هر څوک کوي بايد چې د هغوى لاسونه کلک ونيول شي، د هغوى مخنيوى به سخت وي، خو ناممکن نه دى، ځکه دا ملت به نور ژغورل غواړي، د افغان انسان لپاره به نور ژوند جوړول غواړي، تر څو په ارامه ژوند وکړي او نور به له دې بدبختيو ژغورل غواړي.

اوس دې ملت له ځان سره په خپله پرېکړه وکړي، ايا داسې څه غواړي چې دا اوس روان دي؟ که ژوند غواړي خو بيا دې د دې هر څه پر ضد راووځي او که نه، نو لکه د چرګانو دې په پنجره کې د خپل ځان حلالولو لپاره په تمه اوسي.

ليکوال : بريالى افغان

Your SEO optimized title page contents