fbpx

وړانګه لوڼۍ: د جهاد په نوم د پښتون ټولوژنه روانه ده

خبريال وېبپاڼه \ ١ جولايي ٢٠١٩: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې وړانګې لوڼۍ په کابل کې نننى خونړى بريد غندلى دى او دا يې د پښتون قام ټولوژنه ګڼلې ده.

وړانګه لوڼۍ په خپل ټويټر اکاونټ په يوه ټويټ کې ليکلي دي، چې په کابل کې په ماشومانو بريد په سختو ټکو کې غندم. هغه زياتوي چې په پښتون مسلمان وطن کې د جهاد په نامه روان فساد د پښتون قام ښکاره ټولوژنه ده. هغه مخکې وايي چې بايد سياسي خلک راوړاندې شي او د دې هر څه مخه ونيسي. نوموړې وايي چې جنګونه يوازې بې وزلي زېږوي.

هغه په خپل ټويټ کې ليکي، چې موږ د هر پښتون غم د ځان غم ګڼو.

د يادونې وړ ده چې نن سهار د کابل په زړه پل محمود خان سيمه کې د ګلبهار ټاور سره نږدې لومړى موټر بم چاودنه شوې او له هغه وروسته ډلييز بريد شوى دى. د دفاع وزارت وياند په وينا، څو ترهګر يوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځايه يې له ځانګړو پوليسو سره نښته پيل کړې ده.

د پوهنې وزارت په خپل يوه پېغام کې ويلي دي، چې په ننني بريد کې شاوخوا پنځوس د ښوونځي ماشومان ټپيان شوي دي، چې دوى له کورونو څخه ښوونځيو ته روان ول. هغوى همدا راز د ځينو ښوونځيو په اړه هم خبر ورکړى دى، چې د چاودنې له امله ورته زيان رسېدلى دى.

د يادونې وړ ده چې په کابل کې په نننۍ پېښه کې ١٥ تنه شهيدان شوي او ٧٠ تنه ټپيان دي، چې په ټپيانو کې زيات شمېر يې بيا د ښوونځي ماشومان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند رسنيو ته خبر ورکړى، چې دوه وسلوال يې وژلي دي او د نورو د وژلو هڅې روانې دي. همدا راز د پېښې ساحې ته ځانګړي ځواکونه هم رسېدلي او ټوله سيمه کلا بند ده.

Your SEO optimized title page contents