fbpx

پښتين: د پي ټي اېم ماتېدو فکر به یو تش ارمان وي

خبریال وېبپاڼه / ۱ جولای ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه پر خپله فسبوک پاڼه باندې په ژوندۍ بڼه راغلی وو هغه وویل هغه خلک چې وایې پي ټي ایم کمزوری شوی دی، نو د هغوی په زړونو کې به دا ارمان همداسې تش پاتې شي ځکه چې پي ټی ایم په هېڅ صورت کې ماته نه مني.

منظور پښتین وویل؛ پي ټي ایم به د جنګ، ظلم او زیاتي پر وړاندې د ریاست پر ضد تل مزاحمت کوي. او د امن سولې لپاره به هلې ځلې کوي ،نه د زور زیاتي لپاره.

منظور د خپلو خبرو په دوام وایې،( پي ټي ایم) به کله ډېر زور اخلي او کله به د حکومت لاندې وي دوی به هم خپله خاموشي اختاروي، خو په اوس وخت کې دوی د ځینو تنظیمي تیاریانو لپاره د قانوني ستونزو سره مخ شوي دي.

پښتین یو ځلي بیا هم په زرغرده وویل، چې د پاکستاني ریاست له لورې ورسره اوس هم د تحریک او په ټوله کې د پښتنو پر وړاندې سخت ظلم،زیاتی او زور روان دی چې دا به د ریاست په تاون تمامه شي.

په پي ټي ایم یو خوا پاکستانی ریاست هر ډول زیاتی کوي ،خو بلخوا د پاکستان حکومتي، سیاسي مشرانو، د بشري حقونو تنظيمونو او مدني ټولنې وخت په وخت د پي ټي ملاتړي دي خو پوځ یې پر وړاندې د دښمن په شان ولاړ دی.

د څو اونیو راهیسې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو پر وړاندې پاکستاني پوځیانو سخت اقدامات پیل کړي دي دوی وخت،ناوخت په پېښور او په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم مخکښ غړي وار په وار سره نیسي او تر زندانه یې رسوي.

میاشت وړاندې په پاکستان کې د ( پي ټي ایم) دوه مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ چې دواړه د دې غورځنګ کلیدي غړي شمېرل کېږي، په زیاته اندازه پرې غورځنګ حساب کاوه د پاکستاني پوځیانو له لورې نیول شوي دي دا مهال دواړه په پېښور مرکزي او نورو زندانونو کې پراته دي.

د پي ټي ایم مخکښ غړي علي وزیر او محسن داوړ په دې تورن شوي دي چې ګواکې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوسته یې برید کړی وو چې په نتیجه کې پکې پنځه پاکستاني پوځیان هلاک شوي وو.

خو علي وزیر او محسن داوړ دواړو د ریاست او پوځیانو دا تورونه بې بنسټه وبلل دوی وویل؛: د خړ کمر په سیمه کې پر پوځیانو دوی برید نه دی کړی، بلکې پوځیانو د پي ټي ایم پر احتجاجي کاروان برید کړی وو چې په پایله کې ۱۳ تنه غړي شهیدان او تر ۴۵ پورې نور غړي یې ټپیان شوي وو.

دغه راز د غورځنګ مشر منظور پښتین په ځلونو ځلونو د پاکستاني ریاست هغه تورونه بې بنسټه وبلل چې ویلي وو علي وزیر او محسن داوړ پر پاکستاني پوځیانو برید کړی وو هغه وویل، د غورځنګ په غړو ریاست دروغجنې مقدمې جوړوي او غواړي چې په دې طریقې سره د غورځنګ کارونه ځنډ کړي ،خو وایې تر مرګه به مبارزه جاري ساتي او دا خنډونه یې مخه نشي نیولی.

پښتین وایې د ملګرو حوصلې يې لوړې دي د زندانونو څخه نه ويريږي او خپله مبارزه به دوامداره جاري ساتي نوموړی وایې حوصلې يې لکه د غره دومره لوړې شوي
دي هیڅ اثر یې پرې نه دی کړی او د یو ښه راتلونکي شاهدان به یاست.

پښتین په وروستیو کې وویل د خپلو هلو ځلو په نتیجه کې به په پښتون مېشتو سیمو کې سوله ،ارامي او خپل ټول حقوق ترلاسه کړي چې دا یې د پښتنو سره وعده او ستر هدف یې هم دی.

Your SEO optimized title page contents