fbpx

نن په جنیوا کې په زرګونه پښتانه د پاکستاني ریاست پر ضد لاریون کوي

خبریال وېبپاڼه / ۱ جولای ۲۰۱۹- د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپایې هېوادونو په زرګونه غړي نن د دوشنبې په ورځ د سویزرلینډ په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر مخې ته راټولېږي او د پاکستاني ریاست پر ضد لاریون کوي.

دغه لاریون به د نږدې د دریو ساعتونو لپاره ترسره شي چې پکې به د شاوخوا لسو هیوادونو زرګونه پښتانه په سویزرلینډ کي د ملګرو ملتونو د دفتر مخي ته د پاکستان خلاف دپښتون د حق غوښتني غږ پورته کړي.

د دغه زرګونو خلکو د لاریون وروسته به د پي ټي ایم یو غړی د ملګرو ملتونو په مرکزی دفتر کې دننه د نړۍ د ټولو هیوادونو د سفیرانو او انسانی حقونو د تنظیمونو په وړاندې د پښتنو مقدمه وړاندې کړي.

دا په تاریخ کې لومړنی ځل دی چې پښتانه د پاکستاني ریاست له ظلمونو وروسته په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته خپل فریاد،ژړا او درد وړاندې کوي دوی په پاکستان کې د پښتنو حق په بشپړه توګه غواړي او د پي ټی ایم پر وړاندې د شته خنډونو د مخنیوي غوښتنه به کوي.

د معلوماتو له مخې همداشېبه د پي ټی ایم پر ملاتړ د لویو لویو قافلو په شکل د اروپایې هېوادونو په زرګونه غړي د لاریون سیمي ته رسېدلي. او دې ته چمتو دي چې د ظالم پاکستاني ریاست پر وړاندې خپله ناره اوچته کړي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د لاریون غوښتنه په پاکستان او په نوره نړۍ کې د پي ټي ایم مخکښو غړوکړې وه. دوی ویلي وو، که چېرته پاکستانی ریاست له خپل ظلم څخه لاس وانخلي نو په هغې صورت کې په جینوا کې ستر لاریون ترسره کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په وروستي ځل پاکستاني ریاست ته په خطاب کې ویلي وو که چېرته خپلو ناوړو کړنو ته ادامه ورکړئ نو په جنیوا کې به ستر لاریون ترسره کړي، خو اوس معلومه شوه چې یاد ریاست له خپلو کړنو لاس نه دی اخیستی او نن به یې پر ضد ستر لاریون ترسره شي.

دغه راز د څو اونیو راهیسې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو پر وړاندې پاکستاني پوځیانو سخت اقدامات پیل کړي دي دوی وخت،ناوخت په پېښور او په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم مخکښ غړي وار په وار سره نیسي او تر زندانه یې رسوي.

بلخوا میاشت وړاندې په پاکستان کې د ( پي ټي ایم) دوه مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ چې دواړه د دې غورځنګ کلیدي غړي شمېرل کېږي، په زیاته اندازه پرې غورځنګ حساب کاوه د پاکستاني پوځیانو له لورې نیول شوي دي دا مهال دواړه په پېښور مرکزي او نورو زندانونو کې پراته دي چې د همدې غړو لپاره به نن هم انصاف وغوښتل شي.

د یادولو ده د پي ټي ایم مشر منظور پښتین بیا تېره شپه ویلي دي هغه خلک چې وایې پي ټي ایم کمزوری شوی دی، نو د هغوی په زړونو کې به دا ارمان همداسې تش پاتې شي ځکه چې پي ټی ایم په هېڅ صورت کې ماته نه مني.