fbpx

هندي اداکارې په رښتيا د اسلام لپاره فلمونه پرېښودل؟

خبريال وېبپاڼه \ ١ جولايي ٢٠١٩: هندۍ فلمي ستورې زايره وسيم تېره ورځ په خپل انسټاګرام په يوه اوږده پوسټ کې وليکل، چې په هندي سينما کې يې پنځه کاله تېر شول، په دې پنځه کلونو کې يې ډېر شهرت ترلاسه کړل، خو په زړه کې يې يو څه داسې و، چې هغه پرې فکر کاوه، چې څه يې غوښتل هغه دا څه نه دي چې فلمي نړۍ ته دې راشي.

زايره وسيم اتلس کلنه ده او د هند تر ولکې لاندې د کشمير اوسېدونکې ده، هغه زياتوي چې له ډېر سوچ و فکر وروسته په دې خبره قايله شوه چې فلمي نړۍ يې ايمان ته تاوان رسوي او د الله پاک سره تړون ورپرې کوي، نو همدا لامل شو چې پرېکړه يې وکړه چې نور له فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړي او بيا هېڅ کله په فلمونو کې کار ونکړي. هغې مخکې وويل چې په خپله پرېکړه کلکه ولاړه ده او خلکو ته به ښکاره کړي چې زايره وسيم اوس په ځان کې بدلون راوستى دى.

زايره وسيم په لومړي ځل د نوموتي فلمي ستوري عامر خان سره په (دنګل) فلم کې کار وکړ، تر هغه وروسته يې په يو بل فلم (سيکرټ سپر سټار) کې د مرکزي ستورې په توګه رول ولوباوه، چې په دغه فلم کې هم ورسره عامر خان و، همدا راز راروان فلم (دي سکاى از پنک) به يې هم په روان کال کې د اکتوبر په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي.

اوس خبره دا ده چې که يوې خواته د زايره وسيم له دغه اعلان وروسته ډېرى خلکو د هغې دغه پرېکړه وستايله، نو ډېرى خلکو په دې پرېکړه وغندله. هغې په خپل پوسټ کې ويلي و چې د ځوان نسل لپاره يو لوى نوم شو او ډېر شهرت يې ترلاسه کړ، همدا خبره يې يو شمېر نورو فلمي ستورو نقد کړه. همدا راز د هغې د اکاونټ د هېک کېدو خبره هم وشوه.زايره وسيم ٢

په زايره وسيم نيوکې:

د زايره وسيم د ياد پوسټ نه وروسته که څه هم ډېرى خلکو د هغې دا کار وستايه، خو يو شمېر نوموتو هندي ستورو په هغې نيوکې هم وکړې. په دې لړ کې د هندي فلمونو ستورې روينه ټنډن وليکل، چې په دې هېڅ فرق نه پرېوځي چې دوه فلمونو کې کار کوونکې اداکاره فلمي نړۍ پرېږدي، که فلمي نړۍ پرېږدې نو په ښه شان سره يې پرېږده، خو خپل وړوکى سوچ دې له خپل ځان سره وساته.

يو بل فلمي ستوري سدهارت بيا په خپل ټويټر وليکل، چې هنر زموږ ژوند دى او دا موږ له خپل مذهب نه ليرې ساتلى دى، که چېرته دا هنر تا له خپل مذهب ليرې ساتي، يا مذهب تا دې ته مجبوروي، نو بيا ته د دې ځاى نه يې.

همدا راز مشهور مسلمان خبريال فريدون شهريار، چې ډېرى مهال له فلمي ستورو سره مرکې کوي، په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې زايره وسيم زه ستا درناوى کوم، خو تا چې د فلمي نړۍ د پرېښودو لپاره کوم دلايل وړاندې کړي دي، هغه زما لپاره د منلو وړ نه دي، نو هيله کوم چې بېرته فلمي نړۍ ته راشه.زايره وسيم ٣

د زايره وسيم اکاونټ هېک شوى؟

د زايره وسيم له ياد پوسټ څه ساعتونه وروسته هندي رسنيو د هغه د منېجر له خولې خبر خپور کړ، چې د زايره وسيم اکاونټ هېک شوى دى او هغه هېڅ داسې فکر نه لري چې فلمي نړۍ دې پرېږدي. نوموړي وويل، چې د هغې له اکاونټ ياد پوسټ هېکرانو کړى دى او اوس د دوى د سوشل ميډيا ټيم په دې لګيا دى چې ياد اکاونټ بېرته څنګه ترلاسه کړي.

هندۍ اداکارې دې هم له زايره وسيم زده کړه وکړي:

که يوې خواته د زايره وسيم په فلمي نړۍ پرېښودو ډېر خلک خپله دي، نو بلخوا پرې ډېرى خلکو نيوکې هم کړي دي، چې ولې د فلمي نړۍ پرېښودو لپاره مذهب بهانه کوي، خو بل خوا يو کټر هندو مذهبي کس يې هم پرېکړه ستايلې ده.

د هند د سياسي ګوند (اکهل بهارتيه هندو مهاسبها) مشر سوامي چکرپاني، چې په خپله يو مذهبي سړى دى او ګوند يې هم مذهبي دى، د زايره وسيم د پرېکړې هرکلى کړى دى او همدا راز هندۍ فلمي ستورو باندې يې نيوکه کړې ده، چې دوى دې هم د زايره وسيم لاره خپله کړي او د مذهب لپاره دې له داسې کارونو لاس واخلي، چې د دوى مذهب (هندي مذهب) ته زيان اړوي.زايره وسيم ١

زما اکاونټ نه دى هېک شوى:

زايره وسيم د خپل منېجر د خبرو پر خلاف په خپل انسټاګرام اکاونټ بيا ويلي دي، چې د هغې اکاونټ نه دى هېک شوى او د فلمي نړۍ د پرېښودو اعلان هم هغې په خپله کړى دى. هغې ليکلي دي چې هغه خپل ټول سوشل ميډيا اکاونټونه په خپله کاروي او د هغې هېڅ اکاونټ ته بل څوک لاسرسى نه لري.

د يادونې وړ دا هم ده چې زايره وسيم له خپل انسټاګرام اکاونټ څخه خپل ټول انځورونه ډيليټ کړي دي.

زايره وسيم اوس هم په خپله پرېکړه ولاړه ده، خو د يادونې وړ دا هم ده چې په اکتوبر مياشت کې يې دريم فلم هم نندارې ته وړاندې کېږي. خو ايا هغه به په خپله پرېکړه کلکه پاتې شي او که نه؟ دا خو به وخت معلومه کړي.