fbpx

په جنیوا کې د پاکستاني ریاست پر ضد لاریون وشو

خبریال وېبپاڼه / ۲ جولای ۲۰۱۹- د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپایې هېوادونو په زرګونه غړو تېره شپه د سویزرلینډ په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر مخ ته راټول شوي وو او د پاکستاني ریاست پر ضد یې لاریون وکړ.

دغه لاریون سویزرلینډ کي د ملګرو ملتونو د دفتر مخي ته د نږدې دریو ساعتونو لپاره ترسره شو چې پکې د شاوخوا لسو هیوادونو زرګونه پښتنو د پاکستان خلاف د پښتنو د حق غوښتني غږ پورته کړ.

د دغه زرګونو خلکو د لاریون وروسته د پي ټي ایم غړو د ملګرو ملتون مرکزي دفتر ته یو ګډ لیک وسپاره ،په دغې لیک کې لیکل شوي وو، نور دې پاکستانی ریاست په پښتنو ظلمونه نه کوي، دوی له دې دفتره وغوښتل چې پر پاکستاني حکومت دې فشار واچول شي ترڅو د پي ټي ایم مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ او نور غړي یې له بنده ازاد کړی شي.

په جینوا کې د احتجاج پر مهال د پي ټي ایم یو غړی عادل خټک وایې:(( په پاکستان کې په زرګونه پښتانه ورک شوي دي. د پښتنو حقونه نه ورکول کېږي. نو په همدې ترتیب د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته مو لاریون وکړ چې په نتیجه کې یو شمېر مهم چارواکي راووتل او یو لیکل شوی لیک مو ورته په ګډه وسپاره.)).

دغه راز په زرګونه احتجاج کوونکو د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر تر څنګ په یو اواز وویل ((موږ پښتانه امن غواړو. لکه د د نړۍ د بل هر قام په شان په سوله کې اوسېدل غواړو. دا حق بايد موږ ته راکړل شي.))

د پي ټي ایم د احتجاج ټول ګډونوال په همدې هیله دي چې ګواکې ملګرو ملتونه به د ظالم ریاست پر ضد په وخت اقدامات وکړي تر څو پښتانه له هر ډول ظلمونو خلاس شي.

دا په تاریخ کې لومړنی ځل دی چې پښتانه د پاکستاني ریاست له ظلمونو وروسته په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته خپل فریاد،ژړا او درد وړاندې کوي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د لاریون غوښتنه په پاکستان او په نوره نړۍ کې د پي ټي ایم مخکښو غړوکړې وه. دوی ویلي وو، که چېرته پاکستانی ریاست له خپل ظلم څخه لاس وانخلي نو په هغې صورت کې په جینوا کې ستر لاریون ترسره کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په وروستي ځل پاکستاني ریاست ته په خطاب کې ویلي وو که چېرته خپلو ناوړو کړنو ته ادامه ورکړئ نو په جنیوا کې به ستر لاریون ترسره کړي، خو اوس معلومه شوه چې یاد ریاست له خپلو کړنو لاس نه دی اخیستی او نن به یې پر ضد ستر لاریون ترسره شي.

دغه راز د څو اونیو راهیسې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو پر وړاندې پاکستاني پوځیانو سخت اقدامات پیل کړي دي دوی وخت،ناوخت په پېښور او په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم مخکښ غړي وار په وار سره نیسي او تر زندانه یې رسوي.

په پاکستان کې د ( پي ټي ایم) دوه مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ چې دواړه د دې غورځنګ کلیدي غړي شمېرل کېږي، په زیاته اندازه پرې غورځنګ حساب کاوه د پاکستاني پوځیانو له لورې نیول شوي دي دا مهال دواړه په پېښور مرکزي او نورو زندانونو کې پراته دي چې د همدې غړو لپاره نن زرګونه پښتنو د انصاف غوښتنه وکړه.