fbpx

د هند نوى فلم (جبريا جوړي) د ولور پر ضد جوړ شوى

خبريال وېبپاڼه \ ٢ جولايي ٢٠١٩: د هندۍ سينما ښايستوکې ستورې پرينيتي چوپړه او سدهارت ملوتره فلمي مينه وال دواړه يو ځاى ډېر خوښوي او دا ځل دواړه په نوي هندي فلم (جبريا جوړي) کې يو ځاى راروان دى، چې د دغه فلم لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا پرومو هم خپره شوې ده.

د دې نوي هندي فلم (جبريا جوړي) د لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا ټرېلر له کتو وروسته معلومېږي چې دا فلم د بېځايه ولورونو پر ضد جوړ شوى دى، په فلم کې د واده هلکان تښتول کېږي او په زوره يې ودونه کېږي.

په دې فلم کې سدهارت ملوتره هلکان تښتوي او بيا يې ودونه په زوره کوي، خو پرينيتي چوپړه بيا د سدهارت ملوتره سره د واده لپاره هغه تښتوي او غواړي چې له هغه سره واده وکړي.

د فلم د لومړۍ ويډيو څخه ښکاري چې دا فلم نه يوازې دا چې د مينې په کيسه جوړ شوى دى، بلکې مزاحيه فلم هم دى، چې خلک به ډېر وخندوي.

د يادونې وړ ده چې سدهارت ملوتره او پرينيتي چوپړه تر دې مخکې په (هنسي تو پهنسي) فلم کې يو ځاى کار کړى دى. دا فلم په ٢٠١٤ کې نندارې ته وړاندې شوى و چې يو بريالى فلم و.

په (جبريا جوړي) فلم کې تر دوى پرته جاوېد جعفري، اپرشکتي کهرانه، سنجاى مشرا، شيبا چهډا، نيرج سود، ګوپال دت، چندن روى اند او ارسلان ممتاز هم کار کړى دى.

همدا راز ويل شوي دي چې ايلي اورام به هم د يوه فلم په يوه سندره کې راښکاره کېږي.

د ډايريکټر پراشانت سنګ له خوا جوړ شوى دا فلم به د روان کال د اګست مياشتې په دويمه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي.

د يادونې وړ ده چې په هند کې د نجونو کورنۍ د ودونو لپاره د هلکانو کورنۍ ته ډېر زيات ولور ورکوي، په هند کې دا يوه ستره ستونزه ده چې هلکان د نجونو له کورنيو ولور غواړي او که څه هم د هند په ډېرى ځايونو کې په دې بندېز هم لګېدلى دى، خو بيا هم هېڅوک د هغه نجلۍ سره واده نه کوي، چې له ځان سره لوړ ولور د هلک کور ته رانه وړي.

په افغانستان کې بيا دا ستونزه ده چې هلکان د نجونو کورنۍ ته لوړ ولورونه ورکوي، چې ډېرى غريب خلک بيا د ودونو لپاره د نورو هېوادونو مسافري کوو او هلته کلونه کلونه په دې کې تېروي، چې د واده لپاره ولور پوره کړي او واده وکړي.