fbpx

حامد مير: موږ په يو ازاد هېواد کې ژوند نه کوو

خبريال وېبپاڼه \ ٢ جولايي ٢٠١٩ – کراچۍ: د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري مرکه د پاکستان په خصوصي ټلويزيون جيو باندې له نشرولو څخه ودرول شوه. پاکستانى خبريال او د جيو نيوز ټلويزيون وياند حامد مير د مرکې د نشر ودرولو پر ضد په ټويټر کې يو ټويټ کړى دى او ليکلي يې دي چې زه له خپلو ليدونکو څخه بخشنه وغواړم، ځکه مرکه په ټلويزيون له پيلېدو سره سمه له نشر نه ودرول شوه.

هغه په خپل ټويټ کې زياته کړه، چې بشپړ معلومات به ژر درسره خپاره کړم، خو دا ټولو ته معلومه ده چې مرکه چا نشر ته پرې نه ښوده، موږ په يو ازاد هېواد کې ژوند نه کوو.

حامد مير وايي، چې د مرکې د پيلېدو سره سم څو ثانيې وروسته جيو نيوز اعلان وکړ، چې د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري مرکه نه شي خپرولى.

هغه وويل چې د مرکې تر بندېدو وروسته ورته له ډېرو ځايونو زنګونه راغلل چې څه خبره ده، خو هغه وويل چې د پاکستان رياست په خپله د پاکستان دښمن دى.

همدا راز په ټولنيزو رسنيو د پاکستان د خلکو ګوند مشر او د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په يوه وړه شان ويډيو کې ويلي دي، چې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان پر وړاندې څېړنې روانې دي، چې هغه په يوه لوى سکېنډل کې راګېر دى.

حامد مير د اصف علي زرداري په اړه په يوه ټويټ کې ليکلي دي، چې اخر له ده سره ستونزه څه ده؟ ايا هغه د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان نه لوى مجرم دى؟ ياده دې وي چې ما احسان الله احسان سره د پوځ په بنديخانه کې مرکه کړې وه، خو د اصف علي زرداري سره مې په پارلمان کې مرکه کړې.

همدا راز د پاکستان خلکو ګوند بل مشر بلاول بهټو بيا ويلي دي، چې سليکټډ (ګوډاګى) حکومت خلکو ته يوازې خپل غږ رسول غواړي او بس. هغه وايي چې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري مرکه لومړى سنسر شوه او بيا د مرکې له پيلېدو څو ثانيې وروسته له نشر څخه ودرول شوه.

هغه همدا راز زياته کړې ده، چې د جنرال ضيا الحق، پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف او د عمران خان په حکومت کې هېڅ توپير نشته، دا هېواد اوس ازاد هېواد نه دى.

همدا راز د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې رسنيزو ادارو دا کار په کلکو ټکو غندلى دى او ويلي يې دي چې مطبوعات دې ازاد پرېښودل شي، ځکه په دې هېواد کې هېڅ کله هم مطبوعاتو د ازادۍ حق نه دى ورکړل شوى.

Loading...