fbpx

د دوبۍ واکمن تښتېدلې ښځې جرمني کې د پناه غوښتنه وکړه

خبريال وېبپاڼه \ ٢ جولايي ٢٠١٩ – ابوظهبي: د دوبۍ حکمران محمد بن راشد المکتوم تښتېدلې ښځې شهزادګۍ حيا بنت الحسين جرمني ته رسېدلې ده او هلته يې د جرمني له حکومت څخه د سياسي پناه غوښتنه کړې ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو تر مخه، د متحده عربي اماراتو د مرستيال ولسمشر محمد بن راشد المکتوم مېرمن شهزادګۍ حيا بنت الحسېن له کوره خپه شوې او د خپلې ١١ کلنې لور او ٧ کلن زوي سره يو ځاى جرمني ته رسېدلې ده، هغې په دوبۍ کې د خپل ژوند د خطر له امله د جرمني حکومت نه د سياسي پناه غوښتنه کړې ده.

د ٤٥ کلنې شهزادګۍ حيا بنت الحسېن د دوبۍ نه تښتېدل او جرمني ته رسېدل او هلته بيا د سياسي پناه غوښتنې په اړه تر دې مهاله پورې د جرمني حکومت يا هم د متحده عربي اماراتو حکومت څه نه دي ويلي، خو شهزادګۍ حيا او د هغه ماشومان د روان کال له جنورۍ مياشتې وروسته چا په ولسي ځايونو کې نه و ليدلي. شهزادګۍ حيا د شېخ محمد شپږمه مېرمن ده او هغه د اردن د اوسني پاچا عبدالله ناسکه خور هم ده.حيا بنت الحسېن ١

د يادونې وړ ده چې شهزادګۍ حيا بنت الحسېن څو ورځې مخکې له خپلو بچو سره له دوبۍ څخه تښتېدلې، چې د ٣٠٠ ميليونه پاونډو پېسې يې هم له ځان سره وړي دي. د نړيوالو رسنيو په وينا، هغې لومړى غوښتل چې برېتانيې ته لاړه شي، خو بيا ورسره دا ويره وه چې برېتانيه به يې بېرته دوبۍ ته راولېږي نو ځکه جرمني ته لاړه.

شهزادګۍ حيا بنت الحسېن په ٢٠٠٤ کال کې د دوبۍ واکمن شېخ محمد بن راشد المکتوم سره واده کړى و، چې له هغه څخه يې دوه ماشومان هم دي.

د شېخ محمد ٢٣ ماشومان دي، چې نهه يې زامن او ١٤ يې لوڼه دي، هغه ډېر ودونه کړي دي، چې شهزادګۍ حيا يې شپږمه مېرمن ده.

د يادونې وړ ده چې له دې مخکې د شېخ محمد بن راشد المکتوم يوه لور هم له کوره تښتېدلې وه، چې برېتانيه ته تللې وه خو هغه د برېتانيې حکومت بېرته دوبۍ ته راولېږله، همدا راز د شېخ محمد يوه بله لور شېخ لطيفې هم له کوره د تښتېدو هڅه کړې وه، خو هغه بيا د هند سمندري ځواکونو نيولې او بېرته يې دوبۍ ته رالېږلې وه.

Loading...