fbpx

ډيوې نيازۍ او نورو معترضو نوماندانو خپلې شونډې وګنډلې

خبريال وېبپاڼه \ ٢ جولايي ٢٠١٩ – کابل: په کابل کې د بېلا بېلو ولايتونو معترضې نوماندانې چې له تېرو ډېرو ورځو راهيسې يې د عدالت غوښتنې خېمه وهلې، اوس يې د نه خوړو د اعتصاب لپاره خپلې شونډې وګنډلې.

دغه معترضې نوماندانې چې په کابل کې له روژې مخکې يې د عدالت غوښتنې خېمه وهلې ده، وايي چې د دولت له ډېرو لوړپوړو کسانو سره يې وليدل، خو دوى يوازې تېر ايستې او د دوى فرياد يې وانه ورېده، دوى اوس د نه خوړلو اعتصاب کړى دى او د دې لپاره يې خپلې شونډې ګنډلي دي.

د ننګرهار ولايت څخه ډيوې نيازې په دغه اړه په خپل فېسبوکپاڼه باندې په يوه پوسټ کې ليکلي دي:

((د عدالت غوښتنې له خیمې څخه ما ډیوه نیازۍ ولایت ننګرهار، ارزو ساپۍ ولایت کندهار، هیله مجتبی ولایت پکتیا، هادیه حمیدي هلمندۍ ولایت څخه څلور تنو د نه خوړ اعتصاب لپاره موږ خپلې خولې وګنډلې.))

هغه همدا راز زياتوي چې د خېمې نورو مېرمنو د نه خوړو اعتصاب سره د پرونۍ بدې پېښې ټپيانو ته خپلې وينې د عدالت خېمې څخه اهدا کړې.

ډيوه نيازۍ وايي، چې د حمدالله محب، خان ولي خان بشرمل او نجيب ازاد سره يې څو ځلې مذاکرات وکړل او هغوى ورسره ژمنه وکړه چې له ولسمشر سره به يې کېنوي او همدا راز يو باصلاحېته او ځانګړې کمېټه به هم جوړوي، خو د ډيوه نيازۍ په وينا چې دوى يوازې تېر ايستله او فرياد يې هيچا هم وانه ورېده.د نه خوړلو اعتصاب

هغې په خپلې فېسبوکپاڼه ليکلي دي:

((څو ورځې له حکومت سره موږ په مزاکراتو کې و، موږ سره حمدالله محب، د اداره امور تخنیکي معاون خان ولي خان بشرمل صیب او د ولسمشر نژدې کس نجیب ازاد ژمنه کړې وه او ډاډ یې راکړى و چې ولسمشر له موږ معترضو نوماندانو سره ګوري او یو باصلاحیته ځانګړې کمیټه جوړوي په نن او سبا کې د دوی له طرفه موږ یوازې بهانې او تیر ایستنه ولیدله فریاد مو ډیر وکړ زموږ مبارزې او فریاد ته چا درناوی ونه کړ نن دې ته اړې شو چې د نه خوړو اعتصاب لپاره خپلې خولې وګنډو.))

هغه همدا راز وايي، چې موږ مظلومې ښځې يو او د خپلو خلکو د پاکو رايو دفاع لپاره مجبوره يو مظلومانه مدني حرکت وکړو.

د ډيوې نيازۍ او نورو معترضو نوماندانو د نه خوړو اعتصاب او د شونډو ګنډلو په ټولنيزو رسنيو کې پراخ انعکاس اخيستى دى او ډېرى خلک د دوى لپاره د عدالت غوښتنه کوي، خو حکومت لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.