fbpx

د مرګ په خوله کې انسانان څه ويني؟

خبريال وېبپاڼه \ ٢ جولايي ٢٠١٩: د مرګ په خوله کې انسانان څه ويني، يا هغوى څه ګوري او څه محسوسوي، په دې اړه خو معلومات د نشت برابر دي، خو ساينسدانانو دعوه کړې ده چې د نړۍ لس سلنه کسان په خپل ژوند کې له داسې تجربو څخه تېرېږي.

په ٣٥ هېوادونو کې شوې په يوه څېړنه کې ويل شوي دي چې په ١٠ کې يو کس د مړينه تجربه کوي، چې په دغه مهال هغه د بېلا بېلو روحاني او بدني تجربو څخه تېرېږي، لکه روح له بدن څخه وتل، خپل مړه شوي خپلوان ليدل، بېلا بېل فکرونه او د وخت ودرېدل وغېره.

په طبي ژبه کې دې ته نيئر ډيت ايکسپيرينس (اين اي ډي) وايي، چې په داسې خلکو کې عامه وي چې د ژوند لپاره خطر جوړونکې پېښې لکه د زړه حمله، د موټرو پېښه، په اوبو کې ډوبېدل يا د جنګ له حالت سره مخ شي.

په ډنمارک کې شوې څېړنه کې دا خبره په ډاګه شوې ده چې له داسې تجربو ٨٧ سلنه کسانو ته د وخت يوه عجيبه تجربه شوې ده، د کومو خلکو فکرونه چې تېز شوي دي، هغوى ٦٥ سلنه دي، همدا راز هغه کسان بيا ٦٥ سلنه دي چې دا تجربه ورته شوې ده چې روح يې له بدن څخه ووځي.

د کوپن هيګن پوهنتون څېړنکاران وايي، چې کوم خلک له داسې تجربو څخه تېر شوي دي، هغوى د ډېر سکون احساس کړى دى، ځينې خلکو د پرښتو غږونه اورېدلي دي او خپل ژوند يې لکه د برق د پړقا په څېر تلونکى ليدلى دى.

همدا راز ځينو خلکو بيا په يوه تور غار کې رڼا ليدلې ده، خو ځينې وايي چې په داسې حالت کې يې خوا ته د يو چا د شتون احساس هم کړى دى.

په دې څېړنه کې له زرو زياتو کسانو څخه انلاين پوښتنې شوې دي، چې له دوى پوښتل شوي دي چې ايا کله مو د مرګ خولې ته د ورتګ تجربه کړې ده؟

څېړنکاران وايي، چې موږ د دې خبرې تاييد کوو چې د داسې تجربو او په خواږه خوب د ويده کېدو ترمنځ څه تړون شته، خو د دې په اړه اوس مهال بشپړ معلومات نشته.

د دې څېړنې پايله د اروپايي اکاډمي آف نيورولوجي په کنفرانس کې وړاندې شوې وه.

Loading...