fbpx

د ماشومانو زېږولو لپاره واده کول ضروري نه دي

خبريال وېبپاڼه \ ٢ جولايي ٢٠١٩: د هندي فلم (صاحب بيوي اور ګېنګسټر) کې د بېباکه رول لوبولو نه شهرت ترلاسه کوونکې فلمي ستورې ماهي ګل وايي، چې د ماشومانو زېږولو لپاره واده کولو ته اړتيا نشته.

د (هوايين) فلم څخه د خپل فلمي سفر پيلوونکې ٤٣ کلنه فلمي ستورې ماهي ګل په فلمي سينما کې د يوې واده کړې ښځې په نوم مشهوره ده، ځکه ډېرى فلمونو کې هغې د واده کړې ښځې رول ترسره کړى او زيات وخت يې داسې رولونه لوبولي چې د واده تر څنګ له نورو کسانو سره يارانې هم ساتي.

ماهي ګل په فلمي نړۍ کې د (صاحب بيوي اور ګېنګسټر) فلم نه ډېر شهرت ترلاسه کړ، په دغه فلم کې هغه د يوې داسې واده کړې ښځې رول لوبوي، چې له يوه بدمعاش سره هم يارانه ساتي.

د ماهي ګل په نورو برياليو فلمونو کې (ډيو ډي، بدها ان ټرېفک، ګلال، مرچ، اوټ پټانګ، ناټ اې لو سټوري او دبنګ) فلمونه شامل دي. هغې په تېرې يوه نيمه لسيزه کې د ٤ درځنو نه زياتو فلمونو کې بېباکه او د داسې واده کړې ښځې چې له نورو کسانو سره يارانې کوي، رولونه لوبولي دي.

هغه به ژر د صاحب بيوي اور ګېنګسټر فلم په څلورمه برخه کې هم راڅرګنده شي.ماهي ګل ٢

په فلمونو کې د بېباکه رولونو ترسره کوونکې ماهي ګل وايي، چې د ماشومانو زېږولو لپاره واده کول مهم نه دي او نه هم د ژوند تېرولو لپاره واده کولو ته څه اړتيا شته.

د ډي اېن اې انډيا د يو راپور تر مخه، ماهي ګل په خپله يوه مرکه کې ويلي دي چې هغه د يوې درې کلنې ماشومې مور ده. ماهي ګل وايي چې د لور نوم يې ويرونيکا دى او اوس مهال هغه له خپل نږدې ملګري سره ژوند کوي. هغه وايي چې د واده يې تراوسه هېڅ پرېکړه نه ده کړې، خو راتلونکي کې به بيا په دې اړه فکر کوي.

ماهي ګل که څه هم دا منلې ده چې درې کلنه لور لري، خو دا يې نه دي ويلي چې دا يې خپله لور ده او که کومه يتيمه ماشومه يې پاللې ده.

ماهي ګل په مرکه کې د خپل فلمي ژوند تر څنګ د شخصي ژوند په اړه هم خبرې کړي دي او وايي چې د واده په اړه د هر چا خپل نظر دى، خو د واده کولو نه مخکې دا کتل مهم دي چې واده ولې کېږي او د دې اړتيا ولې پېښېږي؟

هغه وايي چې هر څوک خپل فکر لري، خو زه وايم چې د ماشومانو زېږولو لپاره واده کولو ته هېڅ اړتيا نشته، ماشومان زېږول او کورنۍ جوړول له واده پرته هم ترسره کېداى شي.

هغه وايي چې په دې کې هېڅ غلط نشته که څوک له واده کولو پرته ماشومان وزېږوي.ماهي ګل ٣

هغې په دغه مرکه کې واده يو ښه جذبه هم وبلله، خو په دې يې زور راوړو، چې د واده په اړه هغه بل ډول فکر کوي او د ماشومانو زېږولو لپاره واده کولو ته هېڅ اړتيا نه ويني. هغه وايي چې له واده پرته د ماشومانو زېږولو کې هېڅ بد نشته.

دا لومړى ځل دى چې ماهي ګل د واده او ماشومانو په اړه په ډاګه خبرې کړي دي، ګني تر دې مخکې به هغې په مرکو کې يوازې د خپل فلمي ژوند په اړه خبرې کولې.

Loading...