fbpx

نازیه اقبال د خطر له امله له پاکستانه کډه وکړه

خبریال وېبپاڼه /۳ جولای ۲۰۱۹- د پښتو ژبې وتلې هنر مندې نازیه اقبال د تل لپاره پاکستان پرېښود او د خپلو اولادونو سره د انګلستان لندن ښار ته ولاړه.

نازیه اقبال په پاکستان کې د امریکا غږ ډیوي راډیو سره په خپلو خبرو کې ویلي دي چې هغه د خپلو اولادونو سره یو ځای د پلازمېنې اسلام اباد څخه د لندن په لور تللې او هلته به نور باقي ژوند ټول تېر کړي.

نازیه اقبال د پښتو ژبې وتلې سندرغاړه بلل کېږي اقبال تر دا مهاله د شپږو اولادونو مور ده جالبه خو لا داده چې نازیه اقبال له ماشومتوب څخه سندرو ویلو ته راوتلې وه هغه هغه وخت د اووه کلونو په عمر وه چې سندرې یې پیل کړې چې تر نن ورځې پورې یې په پښتنو کې یو ستر شهرت پیدا کړ .

نازیه اقبال په پښتو ژبه بې حسابه په زرګونه سندرې د هر پښتون په زوق ویلي دي،نازیه هغه څوک وه چې په اوسنۍ زمانه کې د ټولنې هرې طبقې ته د هغوی په زوق سندرې وایې.

په حقیقت کې پاکستان د پښتنو هنرمندانو لپاره یو خطرناکه هېواد بلل شوی ځکه له دې وړاندې هم غزاله جاوېد، اېمن او داسې څو نورې سندرغاړې په دغه هېواد کې ووژل شوې او دا اوس نازیه اقبال هم د خطر له وجې پاکستان پرېښود.

سندرغاړې نازیه اقبال زیاتوي خاوند یې غواړي چې د دې اولادونه په لندن کې غوره تعلیم وکړي، نو له همدې امله به تر ډیره په لندن ښار کې پاتې شي.

نازیه اقبال وایې هېڅ داسې پرېکړه یې نه ده کړې چې ګواکې سندرې دې پرېږدي، بلکې به لندن کې به هم دا مسلک پرېنږدي چې وخت ناوخت به د نړۍ پښتنو په کنسرتونو کې برخه اخلي .

د نازیه اقبال خاوند په خټه افغان دی او هغه د ځینو ستونزو له کبله نه غوښتل چې پاکستان هېواد ته ولاړ شي یو شمېر سرچیني بیا وایې خاوند یې نه غوښتل چې نازیه اقبال هم د غزاله جاوید په برخلیک اخته شي نو له همدې امله یې لندن ته کډه کړه.

تر نازیه اقبال وړاندې د پښتو ژبې نور تکړه هنرمندان هم له پاکستانه د تل لپاره کډه شوي دي، چې له ډلې سردار علي ټکر، هارون باچا، ګلزار عالم، عالمزېب مجاهد او نورو سندرغاړږ د نا امنۍ دلاسه پاکستان مخکې پريښی دی.

نازیه وایې په سختو حالاتو کې مې هم پاکستان نه دي پريښي ،خو دا مهال مجبوره شوم چې پاکستان پرېږدم او لندن ته ولاړه شم .ځکه چې خاوند مې نه غوښتل یوازې په پاکستان کې پاتې شم.

بلخوا په پاکستان کې بله نامتو سندرغاړې شکیلا ناز وایې د نازیه اقبال او د نورو پښتنو هنرمندانو پاکستان نه وتل د فن او هنر لپاره ستر زیان دی ځکه خدمت باید په خپل وطن کې وشي.

نازیه په داسې حال کې لندن ته ولاړه چې تیرکال یې خپل سکه ورور د دې په دوه ماشومانو جنسي تېری کړی وو او د همدې قضېې په اړه یې پاکستاني حکومت د هغې ورور نیولی وو او د مرګ سزا یې ورته اورلې وه.

خو نازیه اقبال لندن ته د تګ وړاندې خپل مجرم ورور وبخښه او هغه دوسیه یې د مور په واک کې ورکړه اوس نو ښای ورور یې هم له زندانه ازاد او وبخښل شي.