fbpx

د فېسبوک هغه (راز) چې خلکو ته په لومړي ځل څرګند شو

خبريال وېبپاڼه \ ٥ جولايي ٢٠١٩: په ټولنيزو رسنيو فېسبوک، انسټاګرام او وټساپ کې تېره ورځ ستونزه رامنځ ته شوې وه، چې کاروونکو يې د انځورونو له خپرولو او ليدلو سره مشکل درلود او خلکو نه شو کولاى چې انځورونه خپاره او د نورو کسانو انځورونه وويني.

شاوخوا نهه يا لس ساعته درې واړه ټولنيزې رسنۍ له دغه ستونزې سره مخ وې، چې له ډېرو هڅو وروسته د پنجشنبې په ورځ سهار وختي دغه ستونزه هواره شوه او هر څه بېرته سم شو.

د دغه ستونزې له امله په فېسبوک او انسټاګرام کې انځورونه نه خپرېدل او له مخکې څخه خپاره شوي انځورونه هم خلکو ته نه ښکاره کېدل، خو د دې ستونزې پر مهال ميليونونو خلکو ته په لومړي ځل معلومه شوه چې د فېسبوک د اى ايي نظام د دوى انځورونو ته څه ډول ګوري.

يعنې انځورونه خو نه راښکاره کېدل، خو د انځورونو سره هغه کېپشن يا ليکل ضرور ښکاره کېدل چې د فېسبوک اى ايي سيسټم يې ستاسو انځورونو ته ورکوي، يعنې داسې هم ويلاى شو چې فېسبوک فکر کوي چې په دې انځور کې څوک ښکاره کېږي.

دا کېپشن يا د انځور په اړه معلومات په ټويټر باندې ډېرى کاروونکو خپاره کړل او وې ويل چې د فېسبوک ارټيفيشل انټيليجنس سيسټم د دوى انځورونه ته څنګه ګوري.

د ټويټر يو کاروونکي او د ټېکنالوژۍ د نامتو وېبپاڼې ټيک کرنچ ايډيټر زيک وايټيکر په خپل ټويټ کې ليکلي و، چې د دوى انځور ته کومه تبصره يا کېپشن ليکل شوى دى، له هغه وروسته ده ته اوس په ځان کې د يو ږيرې والا کس راښکاري.

په اصل کې په فېسبوک کې خپاره شوي ټول انځورونه فېسبوک د يو سافټوېر له امله سکېن کوي چې د انسان څېره څه ډول ښکاري يا هم په دې انځور کې څه ښکاره کېږي او څوک دي پکې.

له هغه وروسته بيا په دغه انځورونو باندې دغه معلومات ليکل شوي وي، د دې لامل دا دى چې ړانده کسان يا داسې کسان چې د سترګو نظر يې ښه نه وي، دغه انځورونه وپېژندلى شي.

په اسانو تورو کې ويلاى شو چې فېسبوک د لرننګ ټېکنالوژۍ په کارولو سره انځورونه پېژني او ړندو کسانو ته هغه بيا په غږ کې وايي. تېره ورځ په فېسبوک کې د ستونزو له امله په ميليونونو خلکو دا هر څه په خپلو سترګو په لومړي ځل وليدل.

له دې هر څه دا هم راښکاره کېږي چې فېسبوک د خپلو کاروونکو په اړه څومره زيات معلومات راغونډوي، چې په ميليونونو خلکو ته د دې هر څه په اړه هېڅ معلومات هم نشته دى.

د اى ايي ټېکنالوژۍ په مرسته فېسبوک اوس د ډېرو ساده او عامو انځورونو څخه هم ډېر زيات معلومات راغونډوي او له ځان سره يې خوندي ساتي.